د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

اروا پوهان: ورزش د جسمي، ذهني او عاطفي ودې لپاره ډېر ګټور دی


ځينې افغان ورزشکارانې
ځينې افغان ورزشکارانې

رواني ډاکتران وايي چې د نورو فعالیتونو ترڅنګ ورزش د ځوانانو لپاره ښه مصروفيت او له نشې څخه د ژغورلو غوره لاره ده.

په دې وروستیو کلونو کې د ورزش مینه وال ډېر شوی دي، هر ځوان هڅه کوي چې يو ډول ورزش وکړي او د نورو هدفونو تر څنګ يې يو هدف دا وي چې ځان خوشاله وساتي.

دا چې ورزش د اعتیاد په مخنیوي کې څومره ونډه لري، په دې اړه به د څو ورزشکارانو خبرې واورو:

"زه فوزیه وردګ یمه، ورزش خپله صحت او سلامتي ده چې د ډېرو ناروغيو مخه نيسي، ورزشکار انسان ورځ په ورځ پر ځان حاکم کېږي او صحت يې هم ښه کېږي، انسان ځان قوي احساسوي، فکر یې بدلېږي او مصروف ساتل کېږي."

"زه محمد ابراهیم یم، ورزش يو داسې کار دی چې پیسې نه ورباندې لګېږي، که د نشو وخت په ورزش مصرف کړو، نو هم به مو ځان، هم ټولنې او هم به مو کورنۍ ته ګټه رسولې وي."

"زما نوم طوفان دی، له نشه يي موادو څخه د ځان ساتلو یوازنۍ لاره ورزش دی، ورزشکار به هېڅ کله هم معتاد نه شي، ورزش غمونه لېرې کوي او انسان له ګوښه کېدو څخه را ګرځوي."

افغان ماشومان د والیبال د لوبې په حال کې
افغان ماشومان د والیبال د لوبې په حال کې

ارواپوهان په دې باور دي چې پر له پسې ورزش پر جسمي روغتیا سربېره انسان ته رواني آرامتیا ورکوي او پر ځان یې باور ډېرېږي.

ارواپوه محمد ظاهر شمس وايي چې ورزش د جسمي، ذهني او عاطفي ودې لپاره ډېر ګټور کار دی.

دی وایي:

"ورزش د هغو خلکو لپاره د ستونزو یوازنۍ حل لاره ده چې ژور خفګان، وسواس او په نورو رواني ناروغیو باندې اخته وي، ګوښه ګوښه ګرځي او یا هم ذهني کمزورتیا ولری، د دې ټولو ناروغيو د حل لاره ورزش دی، ورزش هغو کسانو ته هم ډېره ګټه لري چې ډېر په قهر وي او آن دا چې غواړي ځان ووژني، ورزش د جسمي، ذهني او عاطفي ودې لپاره ډېر ګټور دی."

طبي ډاکتران هم ورزش د بدن لپاره ګتور بولي او وايي چې د ورزش په نتیجه کې د انسان په بدن کې د (ډوفامین) په نوم یو ډول ماده تولیدېږي چې د انسان د خوشالۍ سبب کېږي.

ډاکتر منصور ارشاد وايي چې د ورزش په صورت کې هغه هورمونونه وده کوي چې له ژوند سره د انسان مينه ډېروي.

ده زیاته کړه:

"د ورزش پر مهال انسان خوله کوي، د زړه حرکتونه یې ډېرېږي او وجود ته يې ډېر اکسېجن رسېږي، په دې صورت کې د انسان اضطراب، ستړیا او اندېښنه کمېږي او روحیه يې پیاوړې کېږي، دغه ډول د ورزش په صورت کې هغه هورمونونه هم وده کوي چې د انسان په بدن کې د ودې، انګېزې، خوښۍ او له ژوند کولو سره د مینې سبب کیږي، دا هورمونونه د انسان په په وجود کې په هرو لسو کلونو کې په سلو کې پنځلس کمېږي، ورزش کولای شي چې د انسان په بدن کې د دې هورمونونو توازن وساتي او تر ډېره حده هغه مواد له منځه وړي چې د نشې په وخت کې انسان خوشاله ساتي."

له نشه یي موادو سره د مبارزې وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو په پالېسۍ کې د المپیک اداره مسؤليت لري چې د ځوانانو لپاره ورزشي پروګرامونه جوړ کړي.

د دې وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس ډاکتر محمد ناصر شریفي وايي چې ورزش له نشه يي موادو څخه د وقايي يا ځان ساتلو غوره لاره ده.

نوموړی وایي:

"ورزش د المپیک ریاست د پالېسۍ یوه عمده برخه ده، په ځانګړې توګه د وقايي په برخه کې، د المپیک رياست مسؤلیت لري چې د هغو ځوانانو د پوهاوي کچه لوړه کړي چې په نشه يي موادو نه وي معتاد شوي، هغه ورزشکاران چې په سیالیو کې ونډه اخلي، هغوی باید د نشه يي موادو د استعمال د زیانونو په برخه کې خلکو ته پيغامونه ورسوي، ورزش له نشه يي موادو څخه د خلاصون یوازنۍ لاره ده."

طبي ډاکتران او ارواپوهان وايي چې د ورزش پر مهال د انسان په وجود کې د (ډوپامین) او (آندروفین) په نومونو یو ډول هورمونونه تولیدېږي چې په نتيجه کې يې د انسان په ذهن او چلند کې مثبت بدلون راځي، خوشاله کېږي او په نشو نه اخته کېږي.

راپور: محمد اياز ترنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG