د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

معتادین: امنیتي ځواکونه په موږ په زوره کار کوي او مزدوري نه‌راکوي


ارشیف، په هرات کې یو شمېر معتادین. انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، په هرات کې یو شمېر معتادین. انځور تزئیني بڼه لري.

په فراه ولایت کې معتادین شکایت کوي چې دولتي ځواکونه د امنیتي پوستو د جوړولو پر مهال په معتادینو باندې په زوره کار کوي او د کار په بدل کې مزدوري هم نه‌ورکوي.

په دغه ولایت کې معتادینو ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې پولیس سهار وختي دوی د تداوۍ په پلمه راټولوي او بيا هغه پوستې او مورچلونه په زور ورباندې جوړوي چې د جګړې پر مهال ویجاړ شوي وي.

د دغو معتادینو له ډلې سید احمد او عبدالجبار شکایت کوي او وايي: "کله چې د شپې جګړه شوي وي او د پولیسو سنګرونه او پوستې ویجاړې شوې وي، دوی سهار وختي معتادین راټولوي، وهي ډبوي یې او تر مازیګره پورې دغه پوستې ورباندې جوړوي. مازیګر یې بېرته وږي راخوشې کوي. موږ دا منو چې نشه‌یان یو، خو دوی فکر کوي چې موږ نه مسلمانان یو او نه هم د دې ملک اوسېدونکي يو. پولیس له معتادینو څخه داسې کار اخلي لکه هغوی چې انسانان نه‌وي."

په هرات کې د ژمي او واورې ورېدو پر مهال بې‌سرپناه معتادین.
په هرات کې د ژمي او واورې ورېدو پر مهال بې‌سرپناه معتادین.

"پولیس سهار راځي کار ته مو بيايي او بيا تر مازیګره پورې په زور کار راباندې کوي. په داسې حالاتو کې زه مجبور یم چې د خپلې نشې لپاره غلا وکړم. دوی چې موږ کار ته بیايي، نو یوه افغانۍ مزدوري، خو پرېږده، ان دا چې ډوډۍ هم نه‌راکوي."

دغه بې‌سرپناه معتادین سهار وختي د ښار پر واټونو باندې ګرځي، له ډېرانونو څخه پلاسټیکونه او زړې وسپنې راټولوي او بيا په دې پيسو نشه‌يي مواد رانيسي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د اټکل له مخې په دې ولایت کې څه د پاسه ۳۰ زره معتادین اوسېږي چې ډېری یې په ایران کې معتاد شوي، کورنۍ يې په ايران کې پاتې دي او دوی افغانستان ته راستانه شوي دي.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب په معتادينو باندې اجباري کار ردوي.

په کابل کې د معتادینو د درملنې یو مرکز.
په کابل کې د معتادینو د درملنې یو مرکز.

دی وايي چې پولیس د عامې روغتیا له ریاست سره مرسته کوي چې معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته‌یې يوسي.

ښاغلی محب زیاتوي: "یو شمېر معتادینو شکایت کړی و چې ګواکې پولیس په زور کار ورباندې کوي. موږ د دوی دا ادعا ردوو، پولیس یوازې معتادین راټولوي او د نشې پرېښودلو په خاطر یې روغتيايي مرکزونو ته معرفي کوي."

حقوق‌پوه سبحان مصباح وايي چې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې د افغانستان ټول اتباع مساوي حقوق لري او په زور باندې په يو چا باندې کار کول د نافذه قوانینو خلاف کار دی.

ښاغلی مصباح زیاته کړه: "د اساسي قانون د ۴۹ مادې پر اساس اجباري کار منعه دی. موږ د جزاء په کوډ کې د بند د سزاء یو بدیل لرو چې هغه له مجرم څخه په ټولنیزو فعالیتونو کې کار اخیستل دي چې دا وړیا کار کول مجرم ته یو ډول جزاء ده، خو هېڅوک نه‌شي کولای چې د یو چا له خوښې پرته هغه په زور کار کولو ته اړ باسي."

معتادین ناروغان بلل شوي
معتادین ناروغان بلل شوي

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په قانون کې معتادین ناروغان بلل شوي، ان تر دې چې د معتادینو له خوښې پرته په زور د نشې پرېښودلو ته د هغوی اړ ایستل هم د قانون خلاف کار دی.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG