د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

معتادین: نشه يي موادو د اسانه لاسرسي له امله بېرته په نشو اخته کېږوو


ارشیف
ارشیف

یو شمېر معتادین وايي، نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی او د سرپناه د نشتوالي له امله بېرته په نشو اخته کېږي.

له یخنۍ څخه د بې سرپناه معتادینو د ژغورنې په هدف په کابل ښار کې د معتادینو راټولولو کمپاین ګړندی شوی دی.

اړونده مسولین د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته انتقالوي.

په دې کې ډېری معتادین یې کورونه نه لري او سړې هوا یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د کابل ښار پل سوخته سیمه لا هم د معتادینو د را ټولېدلو ځای دی، د عامې روغتیا وزارت کار کوونکي هڅه کوي چې د کابل د امنیه قومندانۍ په مرسته له همدې ځایه لسګونه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته انتقال کړي.

محمد او حسن دوه معتادین دي چې نن به له همدې ځای څخه د درملنې یوه مرکز ته انتقال شي، دوی وايي، دا څوم ځل دی چې تداوي کېږي خو نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی یې بېرته په نشو باندې اخته کوي.

محمد وايي: "هوا سړه ده، د اوسېدلو ځای نه لرو، کاروبار نشته، د ورځې په کوټه سنګي ښاري موټرو ته د سواریانو پیدا کولو لپاره غږونه کوو او خپل لګښت له همدې لارې تر لاسه کوو، د شپې له مخې پل سوخته ته ځو هلته هوا ډېره سړه ده."

حسن ووویل: "دوه درې ځله نور هم په روغتون کې بستري شوی یم، نشه مې خوشې کړې خو دا چې د اوسېدلو ځای نه لرم او نه هم د موټر کرایه لرم چې ځان ورباندې خپل کور ته ورسوم، ځکه نو بېرته پل سوخته ته ولاړم. هلته هوا ډېره سړه ده، که نشه ونه کړو له یخنۍ څخه مړه کېږو."

د دې کمپاین په نتیجه کې د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه درې سوه معتادین را ټول او در درملنې مرکزونو ته انتقال شول چې هدف یې له سړې هوا څخه د بې سرپناه معتادینو ژغورل دي.

د ابن سینا زر بستریز روغتون مرستیال ډاکتر واحدالله کوشان وايي، په سړه هوا کې د نشه يي موادو استعمال ډېرېږي، ځکه نو ډېری معتادین د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

هغه وویل: "د معتادینو په عصبي سیسټم کې یو ډول تغیر راځي سره له دې چې د یخنۍ احساس نه کوي خو بیا هم د مرګ له ګواښ سره مخ دي او سړه هوا یې وژني، په یخنۍ کې یې وینه کلکېږي، معتادین په سړه هوا کې ډېر نشه يي مواد استعمالوي او په دې ډول ځانونه ګرموي."

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر ارشاد نوري وايي: "د نشه يي موادو پرچون خرڅوونکي معتادینو ته نشه يي مواد رسوي، دوی خپله هم معتادین دي چې د قانون له مخې یې په نیولو کې له جدي ستونزو سره مخ یوو."

هغه زیاتوي: " ډېری نشه يي مواد خپله معتادین خرڅوي، له بده مرغه چې داسې یو مجهز روغتون نشته چې موږ هلته معتادین انتقال او درملنه یې وکړو، دغه ډول مو له نشه يي موادو سره د مبارزې کارکوونکي هم لږ دي، به داسې حال کې چې د نشه يي موادو استعمال ورځ تر بلې ډېرېږي."

د عامې روغتیا وزارت وايي چې څو ځله د بې سرپناه معتادینو درملنه کېږي خو نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی، د سرپناه نشتوالی او له درملنې وروسته د کورنیو بېغوري د دې لامل شوی چې معتادین بېرته نشو ته مخه کړي.

-----------------------------

راپور: احمد فرید حلیمي

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG