د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

ځینو معتادو افغانانو ایران کې خپلې کورنۍ پرېښې او د نشې لپاره افغانستان ته تللي


ارشیف
ارشیف

يو شمېر معتادو افغانانو په ايران کې خپلې کورنۍ پرېښي او د مخدره موادو ارزانې بیې او اسانه لاسرسي په خاطر افغانستان ته د نشې لپاره راغلي دي.

په فراه ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکزونو مسئولینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې د دې معتادینو درملنې دوی ته ډېرې ستونزې پیدا کړي، ځکه چې دوی له خپلو کورنیو لیري اوسېږي او د کورنيو د نه پاملرنې له امله يې درملنه نيمګړې پاته کېږي.

د فراه ولایت له زاړه ښار څخه هره میاشت څه د پاسه سل معتادین د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل کېږي، خو په دې ځای کې بيا هم ډېر معتادين پاته دي او خپلې نشې کوي.

د دې معتادينو ډېری برخه يې هغه معتادين دي چې څو کاله کېږي په ایران کې يې خپلې کورنۍ پرې ایښې او د دې لپاره افغانستان ته راغلي چې دلته نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي.

له دغو معتادانو درېیو یې ازادي راډیو ته د روږدي کېدو کیسه وکړه:

"دیارلس څورلس کاله په ایران کې وم، هلته مې کار کاوه. په دې موده کې له ملګرو سره په نشو اخته شوم. لومړی مې سګرټ څکول، وروسته چرس، بيا تریاک او اوس پوډر څکوم. زه دلته يم او کورنۍ مې په ایران کې اوسېږي. کله چې د درملنې لپاره روغتون ته ورشم، دوی مې کار نن او سبا ته ځنډوي."

"په ایران کې مې مزدوري کوله، هلته به مې له ایرانیانو سره یو یو دود څکول، لومړی مې چرس څکول، وروسته تاریاک او له اتو کالو راهیسې ښیښه څکوم. دا ټوله ستونزه زموږ خپله ده، دولت مو درملنه کوي، خو موږ نه ورځو. تېر کال مې له ډاکټر پرته په خپل کور کې درمنله وکړه، اووه میاشتې ښه وم، خو له هیڅ درد او ستونزې پرته مې بېرته نشو ته مخه کړه. دا کار زما خپله غلطي وه، هېڅ ډول ستونزه مې نه درلوده."

"زه په ایران کې معتاد شوم، اوس مې کورنۍ په ایران کې ده او پنځه کاله کېږي چې زه افغانستان ته راغلی یم او په فراه کې پروت یم. زه مې اوښي معتاد کړم، په لومړیو کې یې نشه يي مواد وړیا راکول، خو وروسته یې راته وویل چې په خپلو پیسو یې واخله. دا یو تباه کوونکی عمل دی، څو کاله کېږي چې ټول اولادونه مې پرې ایښي او زه دلته اوسېږم."

په خپله خوښه د نشې پرېښودل او د کورنیو له خوا د معتادینو څارل د اعتیاد په درملنه کې اساسي شرایط بلل کېږي.

د فراه ولایت د معتادینو د درملنې اتیا بستریز روغتون مشاور جواد پادشاه خېل ازادۍ راډیو ته وویل، په دې ولایت کې ډېری معتادین يو ځل نه، بلکې څلور ځله تداوي شوي، خو دا چې کورنۍ يې له هېواد څخه دباندې اوسېږي او څارنه یې نشته، نو تر درملنې وروسته بېرته په نشو اخته کېږي.

ښاغلي پادشاه خېل زیاته کړه: " یو ډول معتادین موږ ته د خپلو کورنیو له خوا معرفي شوي دي، د بې سرپناه معتادینو په پرتله د دې ډول معتادینو درملنه اسانه ده، ځکه چې دا کسان کورنۍ لري او د کورنیو له خوا څارل کېږي، خو بې سرپناه معتادین بیا کورنۍ نه لري او هېڅوک یې څارنه نه کوي. همدا دلیل دی چې دا معتادین تر پنځه څلوېښت ورځو درملنې وروسته بېرته په نشو اخته کېږي."

د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د نشه يي موادو کښت، تولید او نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل هغه عوامل دي چې معتادين ورځ په ورځ ډېرېږي او د دې تر څنګ د هغو معتادینو شمېر هم ډېر دی چې يو ځل یې درمنله شوې وي.

راپور: حفیظ الله نورزاد

XS
SM
MD
LG