د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

د عامي روغتیا وزارت: په ځوانانو کې د زیګپ ګولیو استعمال ډېر شوي


ارشیف
ارشیف

پرېګابلین یا زیګپ درمل په درملتونونو کې ښکاره او ازادانه خرڅېږي چې ځینې ځوانان یې د نشې لپاره خوري او ورباندې معتاد شوي دي.

د زیګپ ګولیو معتادين وايي چې د دې ګولیو د استعمال له امله ناروغان شوي او ذهنونه يې ګډوډ شوي دي.

ډاکټران وايي زیګپ ګولۍ هغو ناروغانو ته ډېر زيان رسوي چې د شکر ناروغي ولري او يا ذهني ګډوډي ولري. که دا ګولۍ د ډاکټرانو له مشورې پرته وخوري، نو معتاد کېږي.

د کابل ښار د یوه ښوونځي د لسم ټولګي یو زده کوونکی چې خپل اصلي نوم نه ښيي او ځان سعادت را پېژني وايي چې پر يوې نجلۍ مين و، کله چې یې له هغې سره کوژده و نه شوه، نو لومړی یې سګرټ څکول شروع کړل او وروسته له ملګرو سره د ناستې ولاړې په نتيجه کې په زیګپ ګولیو اخته شو.

سعادت زیاتوي چې د ذهني ارامۍ لپاره یې زیګپ ګولۍ خوړلې، خو اوس دې ګوليو معتاد کړی دی.

هغه وویل:" ترڅو چې د درملتون مالک و نه پېژني زیګپ ګولۍ نه درکوي. زه د هغو ملګرو له لارې له درملتون سره بلد شوم چې مخکې یې دا ګولۍ ځنې اخیستې. لومړی ځل درملتون ته له خپلو ملګرو سره ورغلم، ځکه یې زیګپ ګولۍ راکړې. ملګري مې ورته وویل چې که کومه ورځ زه نه وم، نو زما دې ملګري ته ګولۍ ورکوه، تر هغه وروسته مې درملتون والا انډيوال شو، بس زيګپ ګولیو ورو ورو دې حالت ته راورسولم."

ډاکټران وايي چې زیګپ ګولۍ د پریګابَلین درملو یو ډول دی چې د شکر ناروغۍ او ذهني ګډوډیو د علاج لپاره استعمالېږي، خو که روغ سړی يې د ډاکټر له مشورې پرته وخوري، نو ورباندې معتاد کېږي.

دا چې د زیګپ ګولیو ډېر استعمال پر انسانانو څه ډول ناوړه اغېزې لري، په دې اړه د معتادینو د درملنې د زر بستریز روغتون مرستیال ډاکټر واحدالله کوشان وايي چې د زیګپ ګولیو خوړل ډېر خطرونه لري، آن دا چې سړی وژني.

هغه وویل: "د زیګپ ګولیو تر خوړلو وروسته انسان له عادي حالت څخه وځي، خوب یې ډېرېږي او ټوله ورځ ویده وي. دغه ډول ګنګس او سربډاله وي، ذهني تمرکز یې کمېږي او ثابته اراده نه لري."

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې راکمولو ریاست هم دا مني چې په افغانستان کې په دې وروستیو وختونو کې ډېر ځوانان ټابلیټ کا او زیګپ ګولۍ خوري.

د دې ریاست تخنیکي مرستیال ډاکټر عبدالشکور حیدري وايي چې د نورو نشه يي موادو په پرتله د زېګپ ګوليو د معتادينو درملنه ګرانه او پېچلې ده.

ښاغلي حیدري وویل: "په دې وروستیو کلونو کې، په تېره بيا سږکال د زیګپ ګولیو استعمال ډېري شوی دی. د اندېښنې وړ خبره دا ده چې زموږ ځوانان یې د ډاکټرانو له نسخې پرته خوري. کله چې دا ګولۍ له نورو نشه يي موادو سره یو ځای استعمال شي، نو خطر يې نور هم ډېرېږي، آن دا چې د مړینې او معلولیت سبب کېږي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس، د افغانستان په سلو کې پنځوس معتادین نشه يي ګولۍ او نور کېمیاوي مواد استعمالوي. ډاکټران وايي چې د نشه يي ګولیو خوړل د نورو نشه يي موادو استعمال ته لاره هواروي.

راپور: فرید حلیمي

XS
SM
MD
LG