د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

سیګار: د نشه یی موادو قاچاق کوونکي تر طالبانو غښتلي دي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار اداره وایي، د نشه یي موادو قاچاق کوونکي تر طالبانو غښتلي دي.

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار ادارې موندني ښیي چې، د افغان دولت او امریکا متحده ایالاتونو هېڅ یو پروګرام هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید په برخو کې ګټور نه دی.

د سیګار ادارې مشر جان سپکو چې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته یې خبرې کولې، وویل: "د نشه یي موادو قاچاق کونکو ډېري پیسې تر لاسه کړې، دوی د افغان دولت ځینې ادارې او کارکونکي په فساد کې ښکېل کړي او دا ډلې د افغانستان په نا امن کولو سره تر طالبانو پیاوړې دي."

سپکو زیاته کړه: "کله چې موږ په افغانستان کې د تلپاتي سولې په اړه خبرې کوو، نو له طالبانو سره خو به سوله وکړو خو د نشه یي موادو له قاچاق کونکو سره به څه کوو؟ ځکه چې دوی تر طالبانو هم پیاوړي دي، د نشه یي موادو مافیایي ډلو د افغان دولت ادارې فاسدي کړې او تر ټولو خواشینوکې دا چې په تېرو اتلسو کلونو کې په افغانستان کې د معتادینو شمېر خورا ډېر شوی دی، د ملګرو ملتونو د څېړنو پر اساس، افغانستان په مخ پر ودې هېوادونو کې د نشه یی موادو تر ټولو ډیر معتادین لري."

په افغانستان کې د امریکا د اتلسو کلنو انکشافي فعالیتونو په اړه د سیګار موندني ښیي، چې په افغانستان کې له تلپاتي سولې پرته، د کوکنار د کښت او تولید ختمول امکان نه لري.

د امریکا متحده ایالاتونو له (۲۰۰۲) کال څخه نیولې بیا تر (۲۰۱۹) میلادي کال پورې په افغانستان کې له نشه یی موادو سره د مبارزی په برخه کې څه باندې اته میلیارډه امریکايي ډالر لګولي دي.

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ پخوانی معین ډاکټر ظفر وایي، په تېرو اتلسو کلونو کې افغان دولت او نړیوالې ټولنې له نشه یي موادو سره د مبارزې په برخه کې همغږي او ګډ پروګرامونه نه درلودل.

هغه وویل: "نړی هم د نشه یی موادو په کاروبار کې ښکیله ده، افغان دولت هم له نشه يي موادو سره مبارزې ته متعهد نه دی، که له نشه یي موادو سره رښتینې مبارزه شوې وای، اوس به موږ په دې کچه نشه یي مواد او معتادین نه درلودل. آن تر دې چې بهرنیان هم د نشه یی موادو ختمولو ته لیواله نه دي، افغانان خو به یې یا له منځه وړلو توان نه لري او یا به د طالبانو په څېر یو شمېر خلک په دې کاروبار کې ښکیل وي چې د نشه يي موادو خمتېدل به نه غواړي، نشه یي مواد د افغانستان د بد نامۍ لامل شوي، دغه ډول یې افغانانو او بهرنیانو ته ګڼې روغتیایي ستونزي هم را پیدا کړې دي."

د سیګار د موندنو پر اساس، په افغانستان کې (۶۰) زره کسان په دایمي او موقتي ډول د نشه یي موادو په کاروبار کې ښکېل دي.

د سیګار ادارې مشر وړاندیز کوي چې د نشه يي موادو کاروباریانو ته کاري فرصتونه برابرول او د سولې تر تړون وروسته له مافیایي ډلو سره د طالب جنګیالیو د یوځای کېدو د مخنیوی لپاره دې جامع پروګرامونه جوړ شي.

راپور: مرسلین ارسلا

د راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG