د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د ارزګان چارواکي: په نیول شویو غیر مسؤله وسله‌والو کې پخواني چارواکي هم دي


د ارزګان مرکزي چوک
د ارزګان مرکزي چوک

د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي وايي، په تېرو درېیو ورځو کې یې د عملیاتو پر مهال تر ۵۶ تنو زیات غیر مسؤله وسله‌وال او سلګونه میله وسلې نیولې دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په نیول شویو کسانو کې د دغه ولایت پخوانی د امنیت امر نورزی، د شهرا کنډک پخوانی قوماندان غلام دستګیر الماس، د اوسنۍ درېیمې حوزې امر نور محمد او د یو شمېر امنیتي پوستو قوماندانان هم شامل دي.

قوماندان وايي، د دغه کسانو له ډلې د شهرا کنډک د قوماندان په کور کې یې یو نیم کانټینر سپکې او درنې وسلې هم پیدا کړي چې شمېر یې سلګونو ته رسېده.

نوموړی دغه‌راز زیاتوي چې د پخواني امنیت امر نورزي سره ۱۶ تنه ملګري او زیات شمېر سپکې، درنې وسلې او دولتي وسایط هم نیولي.

دغه مشر زیاتوي چې د یادو عملیاتو پر مهال د دغه ولایت د برښنا شرکت د رئیس سمیع شرافت پر کور یې هم چاپه وهلې چې پر مهال‌يې د نوموړي له کوره چاودېدونکي توکي نیولي دي.

محمد خطاب خنجري زیاتوي نیول شوي کسان ټول په غلاوو، د خلکو په وژنه، د نشه‌يي توکو په کاروبار کې لاسونه لرل.

د افغانستان په نقشه کې د ارزګان ولایت
د افغانستان په نقشه کې د ارزګان ولایت

نوموړی وايي، دغه کسانو ته‌يې درې میاشتې مخکې خبر ورکړی وو چې دولتي وسایط او غیر قانوني وسلې امنیه قوماندانۍ ته وسپاري، خو هغوی یې په خبرو غوږ هم نه‌وو ګرولی، نو اړ شول نظامي عملیات پرې ترسره کړي.

نیول شویو کسانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د دغه کسانو نیول کېدل په ارزګان ولایت کې د یو شمېر خلکو له غبرګونونو سره مخ شول او ویل یې چې نیول شوي کسان بې‌ګناه دي او دولت دې بېرته خوشې کړي.

د دوی شمېر چې شااوخوا ۲۰۰ ته رسېده د ولایت مقام مخې ته راغونډ شوي وو او ګواښ‌یې وکړ که نیول شوي کسان خوشې نه‌شي، نو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

امنیه قوماندان زیاتوي، په‌دغه ولایت کې لا هم زیات شمېر سپکې او درنې دولتي وسلې او وسایط له غیر مسؤله وسله‌والو سره دي.

قوماندان دغه‌راز پر نورو کسانو هم غږ وکړ چې د دولت وسلې او وسایط ورته تسلیم کړي، که‌نه د دوی پر وړاندې به هم عملیات ترسره شي.

نوموړی وايي، دغه عملیات به تر هغو روان وي، څو چې ټولې دولتي وسلې له غیر مسؤله وسله‌والو څخه نه‌وي راټولې شوې.

قوماندان د خلکو هغه خبرې هم رد کړې چې ګنې د یادو کسانو په نیول کېدو سره به د ارزګان امنیتي وضعیت نور هم خراب شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې افغان ځواکونو د دغه ولایت بل پخوانی د امنیت امر رحیم‌الله هم نیولی و.

XS
SM
MD
LG