د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

'هرات کې د يخنۍ له امله تر دېرشو ډېر معتادان مړه شوي'


د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي چې د یخنۍ له امله په تېرو څلوېښتو ورځو کې تر ۳۰ ډېر معتادان مړه شوي دي.

د دې ریاست چارواکي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې د معتادینو لپاره موقته سرپناه جوړه کړي، که دا کار و نه کړي نو د ژمي په یخنۍ کې به ډېر معتادين مړه شي.

کله چې د سُمیې مېړه او زوی د هرات او کندهار پر لویه لاره ووژل شول، نو هغې نشې ته مخه کړه، سُمیه اوس له خپلو درېیو ماشومانو سره په هرات ښار کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

سړې هوا د سُمیې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغې وویل: "څلور شپې کېږي چې د یخنۍ له لاسه مو ارام نه دی کړی. له یوې خوا معتاده یمه او له بلې خوا مې ماشومان هم را له غاړې دي. دوی یو چېرې او زه بل چېرې یمه. موږ په دې سړه هوا کې وږي تږي د سړک په خوا کې اوسېږو. که ګرم ځای را پیدا شي ډېره به خوشحاله شمه."

فقر، بې کاري، نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی او ایران ته مهاجرتونه هغه عوامل دي چې په هرات کې یې د معتادینو شمېر ډېر کړی دی.

فاطمه او محمد له حکومت څخه غواړي چې د ژمي په یخنۍ کې دوی ته سرپناه چمتو او له مرګ څخه یې وژغوري.

هغې وویل: "شپږ اووه کاله کېږي چې هیرویین څکومه. زموږ ژوند ډېر سخت دی، تر دې به بله سختي څنګه وي چې تر شنه اسمان لاندې ژوند کومه او د اوسېدلو ځای نه لرمه."

هغه وویل: "په ایران کې مې کار کاوه، چې په نشو باندې اخته شوم. که د ژوند کولو ګرم ځای راته پیدا شي، نو په الله قسم چې تر نشې تېر یم، څه وکړم اوس خو په دې بلا اخته یم، والله که یې له مستۍ څخه څکوو."

د هرات روغتیايي چارواکي هم دا مني چې معتادین د ژمي د یخي هوا توان نه لري، ځکه نو په تېره یوه میاشت کې د یخنۍ له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال آصف کبیر وايي چې په دې ورځو کې د معتادینو د مړیني له امله پر دوی باندې نیوکې ډېري شوي، خو دوی د معتادینو لپاره د کافي امکاناتو له نشتوالي څخه سرټکوي.

ښاغلي کبیر وویل: "د سړې هوا له امله ۳۱ داسې معتادین مړه شول چې د درملنې وړ ول. له بده مرغه چې معتادین د یخنۍ په وړاندې مقاومت نه لري او مړه کېږي چې دې کار د هرات د خلکو عکس العملونه را پارولي دي."

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري حکومت د نشه يي موادو له قاچاقو او قاچاق کوونکو سره د مبارزې په برخه کې په بېغورۍ تورنوي.

ښاغلي طاهري وویل: "دا یو همیشنی ناورین دی، ځکه دوی انسانان دي، دوی مسلمانان دي، دوی مرستې ته اړتیا لري، خو موږ یې د خدماتو لپاره کافي امکانات نه لرو. دا ستونزه په یوه ورځ نه ختمېږي. دې بلا د هرات څلور میلیونه اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي."

سره له دې چې په هرات ولایت کې د نارینه معتادینو لپاره ۲۷۰ بستریز او د ښځو او ماشومانو لپاره ۶۵ بستریز روغتونونه فعالیت کوي، خو بیا هم د اټکل له مخې په دې ولایت کې ۷۰ زره معتادین ژوند کوي چې دا مرکزونه ورته کفایت نه کوي.

راپور: شاهپور صابر

XS
SM
MD
LG