د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د عامې روغتیا وزیر: په معتادينو کې د کرونا وايروس ژر خپرېږي


په کابل کې یو شمېر معتادین.
په کابل کې یو شمېر معتادین.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په معتادينو کې د عامو خلکو په پرتله د کرونا وايروس ژر خپرېږي.

د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز ازادي راډيو ته وويل، ايران ګڼ شمېر معتادين افغانستان ته راشړلي چې ډېر امکان لري دا معتادين له ځان سره افغانستان ته د کرونا وايروس راوړي.

ښاغلی فېروز وايي دا معتادين چې يوه برخه يې په فراه، نيمروز او هرات ولايتونو کې اوسېږي په ډله‌ييز ډول نشه کوي له همدې امله امکان لري چې دا ناروغي پر يوه وخت له يوه ناروغ څخه څو روغو نفرو ته ورشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

ښاغلی فېروز زیاتوي: "د معتادينو له ادرس څخه هم ګواښ شته، ځکه چې ځيني وختونه ايران معتادين په زور له پولو څخه رااړوي او دا معتادين په نيمروز کې اوسېږي، دوی په ډله‌ييز ډول نشه کوي، په همدې دليل امکان لري چې د دوی ترمنځ د کرونا وايروس ژر خپور شي، خو دا کار يوه ښېګڼه هم لري، هغه دا چې ځيني معتادين له کورنيو او خلکو څخه لیرې اوسېږي، دا يو ښه فرصت دی چې دا ناروغي زموږ په خلکو کې خپره نه‌شي، خو دا امکان ډېر دی چې معتادين کرونا ناروغي ولري او د دوی ترمنځ خپره شي."

اکثريت هغه معتادين چې په هرات، فراه او نيمروز ولايتونو کې اوسېږي او له ايران څخه په زور راشړل شوي، د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي، خو دا چې په دې ولايتونو کې نشه‌يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي دوی نه‌غواړي چې خپلو ولايتونو ته ولاړ شي.

معتادین په ډله‌ییز ډول نشه کوي.
معتادین په ډله‌ییز ډول نشه کوي.

کله چې په هرات ولايت کې د هغه افغان په وجود کې د کرونا وايروس لومړۍ پېښه ثبت شوه چې له ايران څخه راستون شوی و، نو په معتادينو کې هم د دې وايروس په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي.

د معتادينو د درملنې متخصص ډاکتر واحدالله کوشان وايي چې د نشه‌يي موادو اعتياد د انسان د وجود دفاعي سيستم کمزوری کوي، له همدې امله معتادين د نورو خلکو په پرتله ژر په دې ناروغۍ اخته کېږي.

په ایران کې په کرونا وایروس اخته قرنطین شوی کس.
په ایران کې په کرونا وایروس اخته قرنطین شوی کس.

ښاغلی کوشان وايي: "کله چې يو څوک نشه کوي د هغه د وجود دفاعي سيستم له دوو ستونزو سره مخ کېږي؛ يو دا چې معتاد بې‌سېکه وي او انرژي نه‌اخلي او دوهم دا چې د معتاد په وجود کې حجرات ورو ورو ړنګېږي او شمېر يې کمېږي، کله چې د انسان په وجود کې حجرات کم شول دفاعي سيستم‌يې کمزوری کېږي، وجود يې مقاومت نه‌شي کولای او مکروبونه ورباندې زورور کېږي."

د نړيوال روغتيايي سازمان د څېړنو له مخې، هغه څوک چې اوږدمهاله ناروغي ولري، د کرونا وايروس پر وړاندې کمزوری او له پښو لوېږي چې په دې ډله کې معتادين هم راځي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG