د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

ګاډا ويلي: په نړۍ کې د معتادينو شمېر تر ۵۰ ميليونو اوښتی دی


ارشیف، افغان معتادین.
ارشیف، افغان معتادین.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې په نړۍ کې د معتادينو شمېر په چټکۍ سره ډېرېږي.

دغه اداره په نړۍ کې د نشه‌يي موادو سروې او راپورونو چمتو کول يو مهم کار ګڼي. د دې ادارې په باور دا معلومات به له دولتونو سره مرسته وکړي چې له نشه‌يي موادو سره په ګډه مبارزه وکړي.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې مشره ګادا ويلي وايي چې د دوی د اټکل له مخې دا مهال په نړۍ کې د معتادينو شمېر تر ۵۰ ميليونو اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ودانۍ
د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ودانۍ

مېرمن ويلي له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په درېيمه غونډه کې وويل: "په نړۍ کې د معتادينو شمېر په چټکۍ سره ډېرېږي، خو تر اوسه پورې د کافي امکاناتو د نشتوالي له امله په نړۍ کې په اوو معتادينو کې يوازې د يوه معتاد د علاج امکانات شته. د اټکل له مخې په نړۍ کې د معتادينو شمېر له ۳۴ ميليونو څخه ۵۳ میليونو ته لوړ شوی دی، دا شمېر خورا ډېر دی او دا وضعیت موږ مجبوروي چې معلومات راټول کړو، تحليل‌يې کړو او بيا يې له دولتونو سره شريک کړو چې له دې ستونزې سره په ګډه مبارزه وشي، له همدې امله د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره جدي کار کوي چې د روان کال د جون تر مياشتې پورې د نشه‌يي موادو د وضعيت په اړه يو عمومي راپور چمتو کړي."

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې يوازې امکانات او وسايل د نشه‌يي موادو د ستونزې حل نه‌دی، بايد د نړۍ هېوادونه د نشه‌يي موادو د کښت، توليد او قاچاقو د مخنيوي په برخه کې يو له بل سره همکاري وکړي.

یو شمېر افغان معتادین
یو شمېر افغان معتادین

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د څېړنو له مخې، په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو ترڅنګ د کیمياوي نشه‌يي موادو استعمال هم مخ پر ډېرېدو دی.

اوس اکثره معتادين د هيروئينو، ښيښې او نشه‌يي ګوليو نشې کوي.

نړيوال روغتيايي سازمان خبرداری ورکوي چې د نشه‌يي ګوليو ډېر استعمال په يوه لوی صحي ناورين اوښتی دی.

د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس وايي چې اوس ان ځيني خلک نشه‌يي ګولۍ د درد ارامولو لپاره هم خوري.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

ښاغلی ګبریاسوس زیاتوي: "د نشه‌يي ګوليو استعمال په يوه لوی صحي ناورين باندې اوښتی دی، ځکه په نړۍ کې هر کال د دې ګوليو د استعمال له امله څو لکه ځوانان مړه کېږي. په ورته وخت کې هغه خلک چې د ډاکتر له‌خوا توصيه شوي درمل نه‌شي موندلی، د خپلو دردونو د ارامولو لپاره نشه‌يي ګولۍ خوري. له دې ستونزې سره هېڅ يو هېواد هم يوازې مبارزه نه‌شي کولای، د دې ستونزې د حل لپاره د نړۍ د ټولو هېوادونو ګډې همغږۍ او همکارۍ ته اړتيا ده."

په نړۍ کې د کیمياوي نشه‌يي موادو د استعمال په اړه اندېښنې په داسې وخت کې راپورته کېږي چې د افغانستان او ملګرو ملتونو د ګډې څېړنې له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې د کیمياوي نشه‌يي موادو د استعمال له امله د تارياکو استعال کم شوی دی.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG