د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

چارواکي: بلخ کې د سخي زیارت جهنډه په شپه کې پورته شوه


ارشیف
ارشیف

په بلخ کې د حضرت علي زیارت جهنده د نوروز له لمانځلو پرته پورته شوې.

په بلخ کې حضرت علي د منسوب زیارت جهنده تېره شپه په تیاره کې پورته شوه.

خو چارواکي کتونکو او زایرینو ته اجازه نه ورکوي څو د سخي زیارت انګړ ته ورشي او نوروز ولمانځي.

سره له دې چې تر دې پخوا جمهوري ریاست اعلام کړی و، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په بلخ کې به د نوروز جشن نه ترسره کېږي خو تېره شپه حضرت علي ته د منسوب زیارت متولیانو او د بلخ سیمه ییزو چارواکو په مزارشریف کې د سخي زیات جهنده پورته کړه.

د روضې شریفې یا د حضرت علي زیارت مسئول عتیق الله انصاري ازادي راډیو ته ووېل چې د عرف پر اساس او د نوي کال د پیل په مناسبت دوی د دغه زیارت جهنده پورته کړه، خو هېڅ چا ته به اجازه ور نکړي چې روضې شریفې دننه شي.

هغه ووېل چې د نوروز په ټول تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د نوي کال په لومړۍ ورځ د روضې شریفې دروازې د عامو خلکو پر مخ تړل کیږي.

هغه ووېل: " د طالبانو په وخت کې یو ځل هڅه وشوه چې ممانعت یې وکړي، خو بیا دوی له خپل تصمیم لاس په سر شول او دا لومړی ځل دی چې دا کار د یوې طبیعې پېښې له امله ترسره کېږي."

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم وايي چې نوروز ته پر اړوندو ټولو مراسمو بندیز لګېدلی دی.

د دغې ادارې مرستیال عطا محمد ساهو ازادي راډیو ته ووېل چې د هوا په ګرمېدو او د کرونا ویروس د ګواښ په کموالي سره به دوی روضې شریفې ته د خلک د حضور په اړه خپل نوي تصمیم له رسنیو سره شریک کړي.

ښاغلي ساهو هم تاکید وکړ چې دا لومړی ځل دی چې دو له یادې ستونزې سره مخ شوي او د حل لاره ورته مومي.

هغه زیاته کړه: " نوروز د مبدا یا پيل څخه تر دمه په شاندارو مراسمو لمانځل کېده خو روان کال د خلکو پر مخ د روضې دروازې بندې شوې او دلیل یې شته ګواښ دی مونږ هڅه کوو چې د حل لاره ورته پیدا کړو."

د سخي روضه چې په نوروز کې تشه لېدل کېږي او هیچاته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.
د سخي روضه چې په نوروز کې تشه لېدل کېږي او هیچاته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

د هېواد له نورو ولایتونو څخه راغلي زایرین هم شکایت کوي چې امنیتي ځواکونه یې مخنیوی کوي څو حضرت علي ته د منسوب زیارت صحن ته ورشي او نوروز مېلې څخه خوند واخلي.

شګوفه له کابل څخه بلخ ته راغلې.

هغې ووېل: " غوښتنه مو دا ده، چې ستونزه ډېر ژر حل کړي، امنیتي ځواکونه دې خلکو ته اجازه ورکړي، خاصتاً هغه کسان چې له نورو ولایتونو راغلي څو جهنده وویني."

دا چې د مسلمانانو د څلور خلیفې د زیارت دروازې به په بلخ کې د څومره وخت لپاره بندې وي، وخت به یې روښانه کړي.

XS
SM
MD
LG