د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس تشخیص لپاره کېټونه خلاص شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو روغتایي مسؤلین وايي، د کرونا ویروس د تشخیص لپاره کېټونه خلاص شوي.

کندهار، هرات او مزار شریف هغه ولایتونه چې دې ستونزې سره مخ شوي.

هرات هغه ولایت چې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پېښه په‌کې ثبت شوه.

د دغه ولایت سيمه‌ييز چارواکي وايي، د هرات لپاره ۵ زره کېټونه په نظر کې نیول شوي وو چې تر اوسه‌یې شااوخوا ۲ زره مصرف شوي دي.

په همدې حال کې د دې ولایت روغتیايي چارواکي د (ار. ان. ای) اکسترکشن چې د کېټونو یوه برخه ده د کمښت په اړه اندېښنه ښيي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا وویل: "هغه څه چې کم دی د تشخیص کېټونه نه‌دي، بلکې یو بله اله په نوم د (ار. ان. ای) استرکشن ده چې نه‌یوازې دلته، بلکې په ټول افغانستان کې دغه اله نه‌شته او موږ په تمه یو چې له کابل څخه راورسېږی."

د هرات د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا
د هرات د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا

تر اوسه په دې ولایت کې د کرونا ويروس ۳۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه ستونزه نه‌یوازې په هرات کې ده، بلکې په بلخ ولايت کې ورته ستونزه موجوده ده.

د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس خلیل حکمتي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راپه‌ دې خوا په بلخ کې د کرونا ویروس د تشخیص کېټونه خلاص شوي.

د ښاغلي حکمتي په خبره، په وروستي ځل ۵۰ کېټونه دې ولایت ته استول شوي وو چې اوس هغه هم خلاص شوي.

تر اوس په بلخ ولایت کې د کرونا ويروس ۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ننکرهار بیا هغه ولایت دی چې تر اوسه په‌کې د کرونا يروس ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي.

د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی وايي، په دې ولایت کې ۵ کېټونه وو چې له نیم څخه زیات‌یې مصرف شوي او په نږدې راتلونکي کې به نور کېټونه هم راورسېږي.

په پکتيا ولايت کې بيا تر اوسه د کرونا ويروس د تشخيص لاربرتوار نه‌دی پرانیستل شوی، په پکتيا کې تر دې مهاله ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي.

کندهار هغه ولایت چې تر دا مهاله په‌کې د کرونا ويروس ۱۰۸ مثبتې پېښې ثبت شوي.

د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس وايي، کندهار ته ۳۷۰ کېټونه ځانګړي شوي وو، خو اوس چې دغه کېټونه خلاص شوي نور نه‌دي رارسېدلي.

محمد نسیم افغان وايي، دې ولایت ته د ۱۰ زره کېټونو اړتیا ده.

په ورته وخت کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د کېټونو د نشتوالي ستونزه یوازې افغانستان کې نه‌ده، بلکې دا ستونزه په ټولو هېوادونو کې شته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار

هغه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۲» ازادي راډيو ته وویل: "ټسټ شته، خو په دې برخه کې د (ار. ان. ای) له کمښت سره مخامخ یو او د هغې دلیل هم دا دی چې هغه مرستې چې عربي متحده اماراتو خڅه شوې وې په وخت راونه‌رسېدې، خو له نېکه‌مرغه تېره ورځ تازه ۵ زره کېټونه راورسېدل چې نور به‌یې د چهارشنبې په ورځ راوسېږي او په راتلونکو دوه اوونیو کې به ۱۰ زره نور کېټونه ترلاسه کړو."

د ښاغلي مایار په خبره، تر دا مهاله په ټول افغانستان کې د کرونا ويروس د تشخيص ۷ لابرتواره موجود دي چې دوه‌یې په کابل او یو یو یې په هرات، بلخ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې دي.

ښاغلی مایار وايي، ټاکل شوې چې یو بل لابراتوار په کندز ولایت کې هم جوړ شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر دا مهاله ۶۶۷۶ نمونې اخیستل شوي.

دغه وزارت وايي، په افغانستان کې هغه ۷ لابرتواره چې موجود دي کولای شي په یو وار ۳۰۰ کسان وازمايي، خو هڅې دا روانې دي چې د دغه ازمایښت کچه ۵۰۰ ته لوړه شي.

بلخ کې د کرونا ویروس تشخیص لپاره لابراتوار
بلخ کې د کرونا ویروس تشخیص لپاره لابراتوار

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، تر دا مهاله په افغانستان کې ۱۰۹۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG