د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه د یو شمېر پخوانیو چارواکو اندېښنه


متقاعد افغان پوځي افسران، څارنوالان او قاضیان
متقاعد افغان پوځي افسران، څارنوالان او قاضیان

په داسې حال کې چې افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق‌نامې په اساس د طالب زندانیانو د ازادېدو لړۍ پيل کړې، یو شمېر پخواني افغان چارواکي د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي.

دغه متقاعد افغان پوځي افسران، څارنوالان او قاضیان چې د طالبانو په زنداني کېدو کې یې لاس درلود وايي، دا چې طالب زندانیان ازادېږي، باید د دوی د ژوند ضمانت وشي.

دغو پخوانیو چارواکو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۹» د افغانستان د ملي انسجام حرکت عالي شورا په نوم د موجودیت اعلان وکړ او د افغان سولې په اړه‌یې ۱۰ مادییزه طرحه هم وړاندې کړه.

دوی وايي چې د طالب زندانیانو د تبایدلې او د سولې ملاتړ کوي، خو دا چې دغه طالبان د دوی له لوري زندان ته لېږل شوي، باید د دې تضمین‌یې وشي چې د طالب زندانیانو له ازادېدو وروسته به د دوی سر ته زیان نه‌رسېږي.

متقاعد افغان پوځي افسران، څارنوالان او قاضیان

د دغې طرحې په یوه برخه کې چې د دغه حرکت د غړي حمدالله نازک له لوري ولوستل شوه راغلي: "د طالب زندانیانو په نیولو کې د افغانستان نظامي افسرانو، څارنوالانو، قاضیانو، حقوق‌پوهانو او ملکي مأمورینو لاس درلود، نن چې دا زندانیان ازادېږي، باید د دې نظامي، ملکي، دولتي مأمورینو او ولسي خلکو د ژوند ضمانت دې هم وشي."

په طرحه کې راغلي، دوی د زندانیانو د تبادلې ملاتړ کوي، خو که د طالبانو هغه زندانیان ازادېږي چې د ترهګرۍ ترڅنګ د نشه‌یي موادو په قاچاقو کې هم مجرم پېژندل شوي، نو باید هغه زندانیان هم ازاد شي چې یوازې د نشه‌یي موادو په جرم زنداني شوي دي.

دوی ټینګارکوي، د افغانستان خلکو، په تېره بیا پوځي ځواکونو، عدلي او قضايي ارګانونو، د ملکي ادارو کارکوونکو او علمي برخو کارپوهانو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد ۱۹ کاله مبارزه کړې، باید له دوی څخه د سولې په برخه کې ګټه واخیستل شي.

د طرحې په یوه ځنډه کې یادونه شوې، د توافق‌نامې په اساس چې د افغانستان خاوره به دې امریکانانو پر ضد نه‌استعمالېږي، نړیواله ټولنه په تېره بیا امریکا او بریتانیا دې ضمانت ورکړي چې د ګاونډیو هېوادونو خاوره به هم د افغانستان پر ضد نه‌استعمالېږي.

که څه هم افغان حکومت د دې نوې غوښتنې په اړه څه نه‌وايي، خو څه موده وړاندې د افغانستان د امنیت شورا ویلي و، هر طالب زنداني چې ازادېږي، د دې ضمانت ورنه اخیستل کېږي چې بېرته به په تاوتریخوالي لاس نه‌پورې کوي او نه به هم د جګړې لیکو ته ځي.

د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر وايي، ضمانت زیات مهم دی، ځکه اوس اوربند نه‌دی شوی، ممکن ازادېدونکي طالبان د انتقام لپاره لاس په کار شي.

کبیر رنجبر

هغه زیاته کړه: "پنځه زره زندانیان بسته قول اردو کېږي، یو دوه نه‌دي چې ضمانت‌یې واخیستل شي، په داسې حال کې چې اوربند نه‌وي ممکن دوی بیا په جګړې او تاوتریخوالي لاس پورې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېر میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په قطر کې هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به‌یې پنځه زره طالب زندانیان او د طالبانو په زندانونو کې ۱۰۰۰ حکومتي کارکوونکي ازادېږي.

تر دې دمه افغان حکومت ۵۵۰ طالب زندانیان له بېلابېلو زندانونو ازاد کړي او طالبانو بیا ۶۰ زندانیان ازاد کړي چې افغان حکومت وايي یوازې ۱۹ حکومتي سرتېرې دي.

XS
SM
MD
LG