د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

امنیت شورا: د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۵۵۰ ته ورسېد


د طالبانو سلګونه بندیان چې د افغان حکومت له‌خوا خوشې شوي دي. 09 April 2020
د طالبانو سلګونه بندیان چې د افغان حکومت له‌خوا خوشې شوي دي. 09 April 2020

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، تر دا مهاله‌یې ۵۵۰ طالب بندیان ازاد کړي.

دغې شورا تازه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې خوشې شوي بندیان له کرونا ویروس سره د مبارزې او د سولې په پروسه کې د ښه نیت په هدف له بند څخه ازاد شوي دي.

په دې ټویټ کې ویل شوي طالب بندیان تر دا مهاله په ۱۸ ولایتونو کې خوشې شوي.

دغه شورا په خپل نوي تویټ کې د تازه بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی، که څه هم د تازه خوشې شویو طالب بندیانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د دې ټویټ په حواله ازاد شوي زندانیان د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام سره د کرونا ویروس سره د ښې مبارزې او د سولې پروسې د پرمختګ په نیت خوشې شوي دي.

په دې ټویټ کې دا هم ویل شوي چې دا لړۍ به د هېواد په کچه دوام مومي، څو د ولسمشر له فرمان سره سم تر ۱۵۰۰ پورې طالب بندیان ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالبانو هم د افغان حکومت ۶۰ تنه بندیان ازاد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي و چې ټول خوشې شوي بندیان د افغان حکومت کسان دي هغه څه چې بیا د افغانستان د امنیت شورا بې‌اساسه وباله او ویې‌ویل چې د طالبانو له لوري په ازاد شویو بندیانو کې یوازې ۱۹ کسان افغان پوځیان دي او پاتې نور یې ملکي او د دولت مأمورین دي.

د افغان حکومت له لوري د بندیانو خوشې کېدو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې هغه څه چې بیا طالبانو یې په اړه رد ځواب ویلی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر د دې غوښتنې په ځواب کې د دوحې د موافقې پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی او ویلي دي چې حکومت د کرونا ویروس د وبا په حالاتو کې د طالب بندیانو ژوند په خطر کې اچولی، شاهین ویلي په دې صورت کې د اوربند غوښتنه معقوله نه‌ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

اوس پوښتنه دا ده چې د دواړو طرفونو ترمنځ د اوربند او بندیانو په اړه د نظر اختلاف په څخه معني دی؟

د سیاسي چارو شنونکي محب شریف له ازادي راډيو سره په خبرو کې دې موضوع ته داسې اشاره کوي: "زه فکر کوم طالبان نه‌غواړي اوربند وکړي د دې لپاره چې جګړه د دوی لپاره د سیاسي ډګر کې یو ښه اله ده، که طالبان جګړه پرېږدي بیا نه‌شي کولای چې له امریکا او افغان حکومت سره خپل سیاسي لوبه پر مخ بوځي."

ښاغلی شریف وايي، سولې او افغان وژنې لړۍ درېدو لپاره باید دواړه طرفونه له ځپل ځان څخه نرمښت وښيي.

XS
SM
MD
LG