د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

ارګ: د یوناما راپور ښيي چې د ملکیانو خوندیتوب لپاره اوربند ته اړتیا ده


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما وروستی راپور ښيي چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سرتاسري اوربند ته اړتیا ده.

د افغانستان جمهوري ریاست د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت یا یوناما په تازه راپور کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې شمېر ټکان ورکوونکی ګڼي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي د ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۳۰ ملکیان وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې چې پرون دوشنبه خپور شوی ویل شوي، په دغو ۵۳۰ وژل شویو ملکیانو کې ۱۵۰یې ماشومان دي.

د جمهور رئيس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د جمهور رئيس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د دغه راپور په غبرګون کې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال پرون ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت اساسي لومړیتوب د خلکو ساتنه ده، ځکه ملکي تلفات په هېڅ ډول د منلو وړ نه‌دي او د ملکیانو د ساتنې په هدف‌یې د ځانګړو مېکانیزمونو په ایجاد سره مؤثر فعالیتونه کړي دي. موږ ژمن یو چې د مخالفانو له جګړو او د کرونا له ویروس دواړو څخه د خپلو خلکو د ساتنې لپاره لا نور اقدامات هم وکړو."

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې د یوناما دا راپور رد کړی او ویلي یې دي، دوی د ملکیانو د خوندیتوب په برخه کې جدي دي.

بله‌خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وایي په وروستیو امنیتي پېښو کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو ته اندېښنه لري.

دغه کمېسیون وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته هم په افغانستان کې بمي چاودنې، وسله‌والې حملې او نورې پېښې دوام لري چې ډېر زیان‌یې ملکیانو ته رسېږي.

په قطر کې د هوکړې لاسلیک
په قطر کې د هوکړې لاسلیک

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله فرهنګ پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل: "څرنګه چې ملکي مرګ‌ژوبله زیاته ده، موږ هم په دې برخه کې اندېښنه لرو. د جنګ له ټولو اړخونو غواړو چې باید اوربند وکړي او په راتلونکي کې د ملکیانو تلفات، جنګي جرمونه او نورې ستونزې چې له بده مرغه په دې خاوره کې دي، پای ومومي."

د افغانستان حکومت وايي د فبرورۍ پر ۲۹مه، په قطر کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته هم په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو حملې نه‌دي کمې شوي.

طالبانو په دې موافقه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه، هغه څه چې د حکومت په باور عملي شوې نه‌ده.

د ملي امنیت شورا تېره شنبه وویل چې د امریکا او طالبانو د موافقې تر لاسلیک وروسته وسله‌والو طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تر ۲۸۰۰ زیاتې حملې کړې دي.​

چارواکي: طالبانو له امریکا سره له هوکړې وروسته ۲۸۰۰ بریدونه کړي

خو په قطر کې طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ په دې اړه په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دې ادعا د اثبات لپاره شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

د طالبان د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین
د طالبان د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین

د سولې ولسي حرکت بیا بېل نظر لري او وايي په کار دا وه چې دا موافقه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وی.

د دغه حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل: "دغه موافقه باید له لویه سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وی، ځکه دلته جګړه د همدغو دوو اړخونو ترمنځ ده. دلته وژنې او تاوتریخوالی د همدغو دوو اړخونو ترمنځ دي. کلونه کلونه کېږي افغان لوري سره ښکېل دي، امریکایان دلته یوه پلمه ده. ښه دا وه چې په قطر کې افغان حکومت او طالبانو پرېکړه کولای، دغه جګړه‌یې پای ته رسولای او اوربند یې اعلان کړی وی."

جمهوري ریاست د یوناما تازه راپور ته په اشاره وايي: "په هېواد کې د ملکي خلکو د ژوند د ساتنې لپاره یوه سرتاسري او دوامداره اوربند ته سمدستي او جدي اړتیا موجوده ده."

ولسمشر محمد اشرف غني د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت یو وار بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې وه، خو طالبانو دا غوښتنه "نامعقوله" وبلله.

XS
SM
MD
LG