د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

سولې وزارت: د افغان حکومت په مشرۍ سولې بهیر کې د ګاونډیو ونډه به اغېزناکه وي


د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک غونډه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک غونډه

د افغانستان سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تازه څرګندونو ته په اشارې د سیمې د هېوادونو د رول پر اهمیت ټینګار کوي.

دغه وزارت په ظاهر کې د زلمي خلیل‌زاد له غوښتنې ملاتړ کوي چې د نوې ډېلي او طالبانو د مخامخ خبرو په اړه‌یې کړې دي.

تازه زلمي خلیل‌زاد له هند غوښتي چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي او په افغان سوله کې پیاوړی رول ولوبوي.

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، دا رول به هغه وخت اغېزناک وي چې د سولې خبرې د افغانانو په مالکیت ترسره شي.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

مېرمن انوري د ترهګرۍ په اړه د اندېښنې د له‌منځه وړلو په هدف له هند سره د طالبانو د خبرو د غوښتنې په اړه د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۱» ازادي راډیو ته وايي: "د افغان سولې په بهیر کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو رول مهم او اثر لرونکی دی، که د افغان سولې په بهیر کې د ګاونډیو دغه رول د افغانستان د دولت او د افغانانو په مالکیت او رهبري ترسره شي ګټور او مثبت به وي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هند ته په خپل سفر کې د هغه هېواد له د هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، له هندي چارواکو سره‌یې د افغان سولې په بهیر کې د نوې ډېلي د لا زیات رول د څرنګوالي په اړه خبرې کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد ټینګار کړی چې هند د افغانستان په وده کې مهم رول ادا کړی او د دغه هېواد د سولې په بهیر کې هم ورته عمل او کردار ترسره کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد د ترورېزم په اړه د اندېښنې د رفع کولو په تړاو د هند او طالبانو مخامخ خبرې مهمې بللي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، دوی غواړي د هند په ګډون ټول هېوادونه د طالبانو ډله د یو واقعیت په حیث وپېژني.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین
د طالبانو ویاند سهیل شاهین

د هند (د پرنټ) چاپ ورځپاڼې په دې وروستیو کې د هند حکومت د یوې سرچینې په حواله لیکلي، نوې ډېلي نه‌غواړي چې خپلې موضوع ته بدلون ورکړي او د افغان سولې په اړه له طالبانو سره نېغ په نېغه د خبرو برخه شي.

هند دغه‌شان له طالبانو غوښتي چې د افغانستان ډیموکراتیک حکومت په رسمیت وپېژني.

اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې هند ولې له طالبانو سره د زلمي خلیل‌زاد د مستقیمو خبرو غوښتنه ونه‌منله او د اسلام‌اباد برعکس دریځ‌یې غوره کړ؟

د نړیوالو چارو پوه داوود مایار دا پوښتنه داسې ځوابوي: "له یوې خوا پاکستان د هند پخوانی سیال او د طالبانو ملاتړی دی او له بل پلوه د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې شته، که چېرې د هند او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي، کابل ته اندېښنې پیدا کېږي او هند هېڅکله هم نه‌غواړي له افغانستان سره اړیکې پیکه کړي."

د یادونې ده چې د افغان سولې په برخه کې د افغانستان د ګاونډیو سیمې او ان نړۍ د هېوادونو په رول داسې مهال ټینګار کېږي چې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د طالانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې پر بنسټ د افغان حکومت او طالب له‌خوا یو د بل د بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل شوې.

ازاد شوي بندیان
ازاد شوي بندیان

افغان حکومت ویلي چې تر اوسه‌یې شااوخوا زر طالبان ازاد کړي او طالبانو هم ویلي چې د دوی په زندانونو کې ۱۸۲ حکومتي کسان‌یې ازاد کړي او د دواړو لورو له‌خوا دا لړۍ روانه ده.

په دغه لړ کې تازه د جمعې په شپه ناوخته د طالبانو له لوري ۲۸ زندانیان خوشې شوي.

د یادونې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له دې پرته چې د قطر، هند او پاکستان د سفر په اړه له افغان چارواکو سره وغږېږي، امریکا ته ستون شوی دی.

XS
SM
MD
LG