د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

خلیل‌زاد له هندي چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان سولې په اړه معلومات ورکړل


د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هند ته د سفر پر مهال له دوو جګپوړو هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي خلیل‌زاد پرون پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۸» د هند بهرنیو چارو له وزیر اس جې شنکر او د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره په نوې ډېلي کې وکتل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي خلیل‌زاد په دې کتنه کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د واشنګټن د هڅو په اړه معلومات ورکړل.

د هند بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر
د هند بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر

د بیان له مخې په کتنه کې ټینګار وشو چې د ترورېستانو د خوندي ځالو له‌منځه وړل په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ضروري دي.

په بیان کې راغلي چې متحده ایالات له افغانستان سره د بیارغونې، اقتصادي ودې او په بشري برخو کې د نوې ډېلي مرستې ستايي او په افغانستان کې د دایمي سولې، امنیت او ثبات په ټینګښت کې د هند ونډه مهمه بولي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نوې ډېلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له کبله ژوره اندېښنه لري او ځکه نو په دې هېواد کې د اوربند د طرحې ملاتړ کوي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې هند له افغانستان سره د کرونا ویروس د سرایت له کبله په راغلي حالت کې د خوړو او طبي وسایلو مرستو ته دوام ورکوي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي سیمې ته خپل نوی سفر د قطر پلازمېنې دوحې ته له سفر سره سم پیل کړ او د چهارشنبې په ورځ‌یې د طالبانو سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل.

ښاغلي خلیل‌زاد تېره شپه پر ټویټر ولیکل چې له ملا برادر او ملګرو سره‌یې اوږدې خبرې وکړې. دی زیاتوي چې ده په دې کتنه کې په ځینو برخو کې د پرمختګ غوښتنه وکړه. د مثال په توګه د تاوتریخوالي کې کمول او اوربند، څو لکه څرنګه چې نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې ده، د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر ضد د مبارزې د ښه مدیریت لپاره د چارو د ښه سمون امکان برابر شي.

ښاغلي خلیل‌زاد په یوه بل ټویټ کې ویلي دي چې له دواړو خواوو د بندیانو د تبادلې د بهیر چټکول، د امریکايي وګړي مارک فري ریچس د خوشې کولو لپاره لازم اقدامات، د بین‌الافغاني خبرو ژر تر ژره پیل او د افغانستان د سولې پروسې ته د سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړ جلبول نور هغه مسایل دي چې بحث پرې وشو.

خلیل‌زاد لیکلي چې د هند او پاکستان له سفرونو وروسته به بیا د طالبانو له استازو سره وګوري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین مخکې له دې پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي و چې له خلیل‌زاد سره په کتنه کې د بندیانو د سمدستي خوشې کولو، د بین‌الافغاني خبرو د پیل او د امریکا او طالبانو ترمینځ د موافقې د تطبیق په اړه مفصل بحثونه وشول.

په واشنګټن کې دېره د سیاسي چارو شنونکی هاشم وحدت‌یار تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې خلیل‌زاد سیمې ته د خپل دې سفر په ترڅ کې هڅه کوي چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې خنډونه ژر تر ژره له‌منځه یوسي.

ښاغلی وحدت‌یار زیاتوي: "خلیل‌زاد غواړي دا ځل د بین‌الافغاني خبرو په مخکې خنډونه ژر تر ژره لیرې کړي او غواړي طالبان اوربند یا د تاوتریخوالي کمولو ته قانع کړي. هغه له ملا برادر سره په دې اړوند ګټورې خبرې لرلې. خلیل‌زاد غواړي د افغانستان حکومت ته د طالب بندیانو د خوشې کولو په خاطر هم امتیاز ورکړي. په دې کار سره خلیل‌زاد غواړي چې ژر تر ژره بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي."

افغان حکومت پرون پنجشنبه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او خبرو ته کېني، خو طالبانو تر دې دمه د اوربند لپاره پرله‌پسې غوښتنې رد کړي او ټینګار کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه باید په بشپړ ډول تطبیق شي.

دې ډلې تېره اوونۍ په یو بیان کې وویل چې متحده ایالاتو او ناټو د دې موافقې د تطبیق په برخه کې خپل مکلفیت نه‌دی ادا کړی. طالبان وايي چې افغان حکومت د دې موافقې د تطبیق پر وړاندې خنډونه جوړوي، د بندیانو خوشې کول‌یې ځنډولي او د خبرو لپاره‌یې یو هر اړخیز پلاوی نه‌دی وړاندې کړی، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی له ډېرو سلا مشورو وروسته غوره شوی او د ټولو خواوو استازي په‌کې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له مخې د بین‌الافغاني خبرو د پیل نېټه د مارچ ۱۰مه وه، خو ظاهراً د بندیانو په خوشې کولو کې د ځنډ له کبله دا خبرې تر اوسه نه‌دي پیل شوي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

طالبانو په دې وروستیو کې خپلو حملو ته زور ورکړی او حکومت وايي دا ښيي چې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو پر ژمنه نه‌دي ولاړ.

XS
SM
MD
LG