د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

دا څرنګه وحشیان دي چې پر مېرمنو او نویو زېږېدلیو ماشومانو برید کوي؟


کابل کې پر زېږنتون د برید هممهاله امنیتي ځواکونه د خلکو د ژغورنې پرمهال
کابل کې پر زېږنتون د برید هممهاله امنیتي ځواکونه د خلکو د ژغورنې پرمهال
  • واشنګتن پوسټ

واشنګتن پوسټ لیکي، په داسې وخت کې چې کرونا ویروس د لسګونو زره امریکایانو ژوند اخلي، په بهر کې د یوه ترورستي برید درک سخته کيږي، خو څه چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې وشول، ډېر وحشي و او د هېرېدو نه دي.

په کابل کې د سې شنبې په ورځ پر سل بستره ولادي او نسایي روغتون درې وسله والو حمله وکړه، ۲۴ تنه یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل.

ورځپاڼه بیا پوښتنه کوي، دا څرنګه وحشیان دي چې پر مېرمنو او نویو زېږېدلیو ماشومانو برید کوي؟

د دې په ځواب کې لیکي چې دا همهغه ډول وحشیان دي چې د جنازې پر مراسمو برید کوي.

په همدې سې شنبې په ننګرهار کې د یوه پولیس افسر د جنازې د مراسمو پرمهال ځان وژونکي لږ تر لږه ۲۶ تنه ووژل.

واشنګتن پوسټ لیکي، دا له زانګو تر ګوره تروریزم دی.

ورځپاڼه بیا لیکي، پرته له دې چې دې ته وګورو چې دا بریدونه چا کړې دي، د دې حملو هدف څرګند دی او هغه د ټرمپ د ادارې او طالبانو د سولې د تړون ماتېدل دي چې د فبروري په ۲۹ لاسلیک شوی دی.

ورځپاڼه بیا لیکي، د سولې له تړون وروسته طالبانو د افغانستان پر خلکو او حکومت بریدونه زیات کړې دي حال دا چې په شفاهي ډول یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ژمنه کړې وه چې اتیا فیصده به شخړې راکموي.

ورځپاڼه بیا لیکي، که څه هم طالبانو د کابل او ننګرهار په حملو کې لاس لرل رد کړې دي خو دوی د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره هم څه نه دې کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د دې سربېره د ټرمپ اداره فکر کوي چې طالبان د سولې ښه شریکان دي او د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سې شنبې په ورځ وویل چې طالبانو د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی، دواړه حملې یې غندلې دي او باید له افغان حکومت سره همکاري وکړي چې د دې بریدونو عاملان عدالت ته راکاږي.

واشنګتن پوسټ لیکي، حکومت او یاغیان باید همکاري وکړي، خو دوی همکاري نه کوي، ځکه چې طالبان پر حکومت فشار راړولو ته لیواله دي، نه پياوړي کولو ته ځکه چې دوی افغان حکومت ته د یوه غیر شرعي حکومت په سترګه ګوري چې غربیانو واک ته رسولی دی او له دې منتخب حکومت سره به د سولې خبرو ته هم چمتو نه شي.

طالبان وایي چې دې خبرو ته د دې لپاره چمتو نه شول چې حکومت د دوی پنځه زره زندانیان خوشي نه کړل. ورځپاڼه لیکي اشرف غني دا ژمنه نه وه کړې، دا د ټرمپ د ادارې ژمنه وه او دا ډيره واضح خبره ده چې په داسې وخت کې چې جګړې روانې دي افغان حکومت نه غواړي چې دومره ډیر زندانیان خوشي کړي او طالبان تقویه کړي.

د واشنګتن پوسټ د مقالې په اخره کې راغلې دي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان جګړه نه ختموي، هلته د امریکایانو ښکېلتیا پای ته رسوي په دې ډول احتمالا هغه ترهګر بریالي کیږي چې میندې او ماشومان وژني.

  • ټېلېګراف

ټېلېګراف ورځپاڼې بیا د پنجشنبې په ورځ په ګردیز کې موټربم برید ته په یوه مطلب کې اشاره کړې ده او لیکي چې طالبان وایي، حکومت خپل ځواکونه په تهاجمي حالت کې راوستل ځکه دوی دا برید وکړ.

ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ په کابل او ننګرهار کې تر خونړیو بریدونو وروسته افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې تعرضي حالت خپل کړي.

ټېلېګراف د افغانستان د دفاع وزارت په وینا لیکي، مخکې تر دې چې په ګردیز کې موټر بم پوځي مرکز ته ورسېږي چاودلی دی او په دې حمله کې اکثر قربانیان ملکیان دي.

XS
SM
MD
LG