د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۴

افغانستان کې د ښکېلو لورو له‌خوا د جکړې شدت او د سولې فرصت له لاس تلو اندېښنې


ګردېز کې د موټر بم چاودنه کې ټپي شوی افغان سرتېری
ګردېز کې د موټر بم چاودنه کې ټپي شوی افغان سرتېری

په افغانستان کې د حکومت او طالبانو له‌خوا د جګړې شدت داسې اندېښنې پيدا کړي چې ممکن د سولې رامنځته شوی فرصت له لاسه ووځي.

په لویو ښارونو کې له څه باندې دوه میاشتو نسبي ارامۍ وروسته نن سهار ګردېز ښار کې زورور موټر بم برید وشو چې پوځیانو او ملکیانو ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله.

طالبانو سم له لاسه د دغه برید مسؤلیت ومانه او په یوه ډول‌یې د حکومت تعرضي حالت ته ځوابي عمل یاد کړ.

دوه ورځې وړاندې افغان حکومت خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالته ووځي او تهاجمي حالت غوره کړي او طالبانو هم ورته په ځواب کې د تاوتریخوالي د ډېریدو ګواښ وکړ.

افغان حکومت وروسته له هغه تعرضي حالت غوره کړ چې د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازې خونړیو بریدونو لسګونه ملکیان ووژل او ټپیان کړل.

طالبانو په بریدونو کې لاس لرل رد کړل، خو ارګ او کورنیو چارو وزارت د دواړو بریدونو مسئول طالبان وبلل او ويې‌ویل، دې ډول بریدونو ته طالبانو زمینه برابره کړې ده.

په افغانستان کې د سولې او شخړې انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي هم وایي، د داعش په نوم شویو بریدونو کې د حقاني شبکې سخت دریځي لاس لري.

ښاغلی اعظمي زیاتوي: "دوی له داعش سره په دوه ډوله کار کوي، یو هغه کسان دي چې د طالبانو په لیکو کې دي او داعش سره هم همکاري کوي، دوی نه‌یوازې داعش، بلکې لشکر طیبه، لشکر جنګوي او القاعده سره کار کوي چې په ګډه حملې پلان کړي او بیا داعش ته وایي چې مسئولیت‌یې واخلي، دوهم د حقاني شبکې هغه سخت دریځي غړي دي چې د خپلو مشرانو په مشوره د داعش په لیکو کې جنګېږي."

حکمت‌الله اعظمي
حکمت‌الله اعظمي

ښاغلی اعظمي وایي، طالبانو ته د ملامتیا یوه ګوته دا هم نیول کېدای شي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې داعش سر راپورته کړی.

په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار او پوځي کارپوه امین‌الله حبیبي وایي، د تاوتریخوالي زیاتوالی په هر نوم چې وي، د سولې بهیر زیانمنوي.

ښاغلي حبیبي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان حکومت د خلکو د فشار له کبله تعرضي حالت خپل کړ، ځکه د ده په ټکو طالبانو د سولې له غوښتنې سره هم‌مهاله تاوتریخوالی هم زیات کړی و.

ښاغلی حبیبي زیاتوي: "انتظار دا دی چې هم حکومت او هم طالبان تاوتریخوالي کم کړي، طالبان که سوله غواړي نو باید نظامي فشار کم کړي، له بله پلوه له طالبانو دا تمه کیږي چې دوی باید نړیوالو ترهګرو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، طالبان که غواړي چې هم سوله وکړي او هم جګړه، دا د سولې ټول بهیر زیانمنوي."

په کابل کې پر یوه زېږنتون ډله‌ییز برید د یو شمېر بهرنیو ډیپلوماتانو غبرګون هم پارولی او دا برید یې "وحشیانه" بللی دی.

له دې ډلې په افغانستان کې د جرمني سفیر پیټر پروګل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا کافي نه‌دی چې طالبان دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي، د ده په ټکو، طالبان باید د ترهګرو په وړاندې ودرېږي او د فعالیت اجازه ورنه‌کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د کابل او ننګرهار له وروستیو بریدونو وروسته وویل، افغان حکومت او طالبان باید په ګډه د هغه دښمن په وړاندې ودرېږي چې دا بریدونه‌یې ترسره کړل.

په جرمني کې د پارلمان غړی او د افغانستان د چارو کتونکی ډاکتر نعیم وردک وایي، د افغانستان جګړه نړیوال اړخ لري چې امریکا، روسیه او چین‌یې مهم لوبغاړي دي.

ښاغلی وردک زیاتوي: "ملي او نړیوال ترهګریز فعالیتونه په خپل سر نه‌کېږي، دا یوه منبع او منشأ لري، د دغو بریدونو منشاأ زما په باور امریکایان دي، که امریکا وغواړي، افغانستان کې یو بم هم نه‌چوي، دا ډول جګړې چې نړیوال اړخونه لري، لیبیا، عراق، سوریه او د پخواني شوروي اتحاد یو شمېر هېوادونو کې وي، دا ټولې پلان شوې او رهبري شوې دي."

ښاغلی وردک وایي، تر هغو چې نړیوال او سیمه‌ییز قدرتونه د افغانستان په اړه یوه خوله نه‌شي، دې هېواد کې سوله نه‌شي راتلی.

که له یوه لوري حکومت او د نظر خاوندان طالبان ګرم بولي، خو طالبان بیا پر افغان حکومت تور پورې کوي چې د دوی او امریکا د سولې د هوکړې عملي کېدو ته خنډونه رامنځته کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

طالبان وایي، که دغه موافقه پلې او حکومت د دوی پنځه زره زندانیان ازاد کړي، بین‌الافغاني خبرې به پيل او سولې او اوربند ته به لاره هواره شي.

خو دا هغه هیلې دي چې د افغان حکومت او طالبانو اوسنیو جګړه‌ییزو دریځونو ته په کتو، اوږده لاره ورته پاتې ده.

XS
SM
MD
LG