د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

افغانستان کې د امنیت او ثبات په اړه د ډونالد ټرمپ تازه څرګندونې


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

په افغانستان کې د امنیت او ثبات په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ تازه څرګندونې!

ډونالد ټرمپ وايي، دوی په افغانستان کې د پولیسو په توګه کلونه تېر کړل، خو تر دې وروسته نه‌غواړي چې دا ډول دنده مخته یوسي او د افغانستان دولت اړ دی چې د خپلو خلکو او خپل هېواد لپاره کار وکړي.

د امریکا ولسمشر چې په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي په ځانګړي ډول په کابل کې د ښځو او ماشومانو په سل بستریز روغتون‌یې د برید په اړه پوښتنې ته ځواب وایه وویل، افغانان باید په خپله له خپل هېواد ساتنه وکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ د نړۍ تر ټولو پرمختللی پوځ لرو او د دې مسؤلیت نه‌لرو چې په هره کوڅه کې په درېدو سره پولیسي وکړو او یا هم د ټرافیکي سېګنالونو څارنه. دا زموږ دنده نه‌ده. موږ هلته ډېر کلونه تېر کړي او اوس د سرتېرو د وتلو لړۍ روانه ده او ډېر شمېر سرتېري خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د افغانستان دولت اړ دی چې خپلو خلکو او خپل هېواد لپاره کار وکړي."

کابل کې برید
کابل کې برید

د امریکا ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په کابل او ننګرهار کې د دوه ورځو مخکې پېښو ته په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي و، تر هغه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي یووالي په برخه کې بشپړه هوکړه نه‌وي شوي، دا هېواد به له دې ډول خطر سره مخ وي.

ازادي راډیو په ځلونو د افغانستان له حکومت سره اړیکه ونیوله، له ژمنو سره سره، په دې اړه خبرو ته حاضر نه‌شول، خو تر دې مخکې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي د خپل هېواد امنیت وساتي.

په ورته وخت کې روېټرز خبري اژانس د یوه افغان او یوه امریکايي چارواکي، د کانګرس یوه غړي او یوه اروپايي ډیپلومات له قوله چې نومونه‌یې نه‌دي خپاره شوی لیکلي، په کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه به د افغانستان د سولې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

دې چارواکو روېټرز ته ویلي، هغه مهال چې افغان ځواکونه پر طالبانو یرغلیز عملیات پیل کړي، جګړه به شدت واخلي او په داسې مهال کې بیا له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو په اړه، د امریکا پلان چې تمه ده ۸،۶۰۰ ته راښکته شي، متأثره کېدای شي.

بل لور ته د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، امریکا په دې څرګندونو سره د افغانستان له شخړې خپله اوږه خالي کوي.

د افغانستان مشرانو جرګه
د افغانستان مشرانو جرګه

سناتور ګل احمد اعظمي ازادي راډیو ته وویل، افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ په سر کې له ترورېزم سره مبارزه کوي او امریکا مسؤلیت لري چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

هغه وویل: "دا د افغانستان خلک مأیوسه کوي، دوی که واقعاً غواړي دا جګړه ختمه شي او دوی هم ارام واوسي، باید له افغانانو او وسله‌وال پوځ سره‌یې مرسته وکړي. که امریکا په دې فکر کې وي چې له طالبانو سره‌یې هوکړه لاسلیک کړه او افغان حکومت پرېږدي، دا به هم د افغانستان حکومت او هم امریکا ته بدې پایلې ولري."

له دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر ویلي و، په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې راتګ او ثبات خپله د افغانانو مسؤلیت دی.

د امریکا سرتيري
د امریکا سرتيري

د امریکا ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له طالبانو سره‌یې د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی او که چېرې عملي شي، تر راتلونکو ۱۴ میاشتو به‌یې ټول عسکر له افغانستان ووځي.

XS
SM
MD
LG