د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

نړۍ کې د اوربند په اړه یو پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شو


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د مارچ په ۲۳مه نېټه غوښتنه کړې وه چې په ټوله نړۍ کې دې اوربند وشي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د مارچ په ۲۳مه نېټه غوښتنه کړې وه چې په ټوله نړۍ کې دې اوربند وشي.

د کرونا ویروس د وبا په اړه د یوه پرېکړه‌لیک متن چې جوړجاړی ورباندې شوی او د نړۍ په هغو سیمو کې چې کړکېچونه روان دي، د اوربند غوښتنه کوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته استول شوی چې رایې ورباندې واخیستل شي، خو که د ویتو تهدید ورته ونه‌شي.

دا به د امنیت شورا لپاره چې په مختلفو نظرونو وېشل شوې، وروستی چانس وي چې د کرونا ویروس د وبا په اړه پر یوه مهم سند موافقه وکړي.

امنیت شورا د کرونا ویروس د وبا پر ضد د مبارزې لپاره د یوه پرېکړه‌لیک پر مسودې له دې کبله چې د روغتیا نړیوال سازمان د نوم یادولو په اړه اختلاف موجود و، جوړجاړي ته نه‌ده رسېدلې.

د چین حکومت غواړي چې د روغتیا نړیوال سازمان د امنیت شورا په پرېکړه‌لیک کې یاد شي، خو د امریکا متحده ایالاتو يې مخالفت کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د مارچ په ۲۳مه نېټه غوښتنه کړې وه چې په ټوله نړۍ کې دې اوربند وشي.

انتونیو ګوترش
انتونیو ګوترش

تر هغه وروسته مذاکرې پیل شوې، خو پیکېنګ او واشنګټن څو ورځې مخکې د مذاکرو د ناکامۍ د ملامتۍ له منلو ډډه وکړه.

د نوي پرېکړه‌لیک متن جرمني او استونیا چې د امنیت شورا دوره‌یي مشري کوي، د مې میاشتې په ۱۲مه بحث ته وړاندې کړی دی.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا، په طرحه کې چې بحث ورباندې کېږي، پنځه اساسي ټکي شامل شوي، خو ټول‌یې په عمومي توګه او په اصولو کې د جګړې د پاي ته رسېدو او د لانجو د حل په اړه پر بحثونو راڅرخي.

د دې اقدام هدف دا دی چې د افغانستان په ګډون له نږدې ۲۰ هېوادونو سره چې په بحرانونو او وسله‌والو نښتو کې ښکېل دي، مرسته وشي چې له جګړې خلاص شي او د کرونا ویروس له وبا سره پر مبارزه تمرکز وکړي.

په طرحه کې همداراز غوښتنه شوې چې په ډېرو ځپل شویو سیمو کې خلکو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره باید ۹۰ ورځې په دوامدار ډول جګړې او وسله‌والې نښتې بندې شي.

پر جوړه شوې طرحه د رأی‌ګیري لپاره تر اوسه کومه نېټه نه‌ده ټاکل شوې.

خو که چېرې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د طرحې د ویتو کولو ګواښ ونه‌کړي، دا بحث هم ژر تر ژره پيلېدلائ شي.

د امریکا متحده ایالاتو د روغتیا نړیوال سازمان ته مالي مرستې معطلې کړې دي.

متحده ایالات له کرونا ویروس سره د مبارزې په تړاو د روغتیا نړیوال سازمان پر فعالیت او کړو-وړو اعتراض لري او له دې کبله‌یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه‌لیک کې هم د دې سازمان له مطرح کېدو سره مخالفت کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس له کبله پېښ شوی وضعیت په سم ډول نه‌دی اداره کړی او د کرونا وبا په اړه‌یې پر هغو معلوماتو ډېره زیاته اتکا کړې چې د چین حکومت له لوري ورته رسېدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د جرمني او استونیا له لوري د پرېکړه‌لیک په متن کې د روغتیا نړیوال سازمان یادونه نه‌ده شوې، نو له دې کبله نه‌ده څرګنده چې د چین حکومت به‌یې ملاتړ وکړي که نه، خو د چین دریځ مهم دی ځکه دا هېواد د امنیت شورا دایمي غړی او د پرېکړه‌لیکونو د ویتو کولو حق لري.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازي د امنیت شورا له لوري خاموشي غندلې او د امنیت شورا یې کڼه بللې ده.

هغه پر ټویټر لیکلي: "راځئ پر دې تمرکز وکړو چې ولې زموږ حکومتونو موږ دلته را استولي یوو او نړۍ ولې سترګې موږ ته نیولې دي؟ زموږ دنده دا ده چې په بحرانونو کې له کړېدونکو خلکو سره مرسته وکړو، هغه خلک چې د 'کووېد-۱۹' ناروغۍ له کبله هم تر ډېر فشار لاندې دي. راځئ چې خپل اختلافونه پرېږدو او پر خپل ګډ هدف کار وکړو."

XS
SM
MD
LG