د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

بخښنې نړیوال سازمان: سوریه کې جنګي جرایمو ته ورته بریدونه شوي


ارشیف
ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل وايي، د سوریې په شمال لویدیځ کې یې د تېر کال په اوږدو کې د سوریې د دولتي ځواکونو او روسیې د پوځ له خوا ۱۸ داسې بریدونه ثبت کړې دي چې له جنګي جرایمو سره انډول دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د سوریې دولتي ځواکونو او د روسيې پوځ د ۲۰۱۹ کال د مې او روان کال د فبروري میاشتو ترمنځ په ادلیب او شاوخوا هغو سیمو کې چې د حکومت د وسله والو مخالفینو مرکزونه پکې وو پر روغتیايي تاسیساتو او ښوونځیو ۱۸ بریدونه کړې دي.

د بشري حقونو دې مدافع ټولنې ویلي چې په خپل نوي راپور کې یې چې پرون د مې په ۱۰مه خپور شو له نړیوالو قوانینو د ګڼو جدي سرغړونو شواهد وړاندې کړي دي.

په راپور کې دا سرغړونې له بشري جرایمو سره انډول بلل شوې دي.

په شواهدو کې د سوریې د دولتي ځواکونو درې ځمکني عملیات او د بیرلي بمونو دوه حملې یادې شوي او پاتې ۱۳ هوايي حملې دي چې دوه د سوریې د دولتی ځواکونو، اوه د روسیې د پوځ او څلور نورې یا د سوریې یا د روسیې د پوځي ځواکونو له خوا شوې دي.

په راپور کې یادونه شوې چې ډېری دا بریدونه د روان کال په جنوري او فبروري میاشتو کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې کې شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د دې بریدونو هدف د سوریې په شمال لویدیځ کې په هغو سیمو کې دېره ملکي وګړي وو چې مخالفین پکې دېره دي.

له ډېسېمبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۵۰۰ ملکي وګړي په سوریه کې وژل شوي او نژدې یو میلیون وګړي بېځایه شوي دي.

په سوریه کې په دې وروستیو کې د جګړو پراخېدل ظاهراً د هغو مخکینیو عملیاتو دوام دی چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په اپریل میاشت کې پیل شول او په ترڅ کې یې هغه وروستۍ سیمې په نښه شوې چې د وسله وال اپوزیسیون په ولکه کې دي.

په هغو شواهدو کې چې د بخښنې نړیوال سازمان ثبت کړي دي په اریحا ښار کې د جنوري میاشتې د ۲۹ نېټې هغه هوايي حمله هم شامله ده چې یوه روغتون ته نږدې وشوه او د راپور له مخې لږترلږه دوه ودانۍ یې په بشپړ ډول ویجاړې کړې او ۱۱ملکي وګړي يې ووژل.

د بخښنې نړیوال سازمان د سوریې حکومت په ادلیب کې د فبروري په ۲۵ مه نېټه پر یوه ښوونځي د ممنوعه کلسټر یا خوشه يي بمونو په کارولو هم تورن کړی او ویلي یې دي، وروستي عملیات د هغو بې رحمیو لړۍ ته دوام ورکوي چې په ترڅ کې یې د ملکي وګړو د ترهولو په مقصد سیستماتیکې حملې شاملې دي.

په سوریه کې که څه هم له مارچ میاشتې راهیسې نافذ اوربند تر ډېره پر ځای پاتې دی خو لاهم سلګونه زره خلک له خپلو مېنو بېځایه شوي او پر بهرنیو مرستو متکي دي او دا په داسې حال کې ده چې دا سیمه د کرونا ویروس د سرایت له احتمالي ګواښ سره هم لاس ګریوان ده.

XS
SM
MD
LG