د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۹

سوریه کې د یوې ډيپو چاودنې ۱۰ ملکیان ټپيان کړي


ارشیف
ارشیف

په سوریه کې د وسلو په یوه ډيپو کې په چاودنه کې ۱۰ ملکیان ټپیان شوي دي.

د سوریې دفاع وزارت وايي چې دا چاودنه د بشري تېروتنې له کبله شوې ده.

يو ځايي ډاکتر وايي، د وسلو د دې ډيپو دباندې دغه ۱۰ ملکیان ټپيان شوي دي.

بریتانیا مېشته د سوریې د جګړې څار اداره وايي،حُمص ښار ته نږدې د وسلو په ډيپو کې چاودنه د اسرائیل د مشکوکې راکټي حملې په نتيجه کې شوې او د لبنان حزب‌الله ډله له دې ځایه استفاده کوي.

دا ډله د ایران ملاتړ لري.

د حزب‌الله جنګیالي د سوریې په نهه کلنه جګړه کې د دې هیواد د حکومت ترڅنګ جنګېږي.

په سوریه کې د یوه موټر په ښیښه د (ښی) حزب‌الله ډلې مشر، روسیې ولسمشر او سوریې ولسمشر انځورونه
په سوریه کې د یوه موټر په ښیښه د (ښی) حزب‌الله ډلې مشر، روسیې ولسمشر او سوریې ولسمشر انځورونه

د اسرائیل پوځ چې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده، خو مخکې له دې یې په سوریه کې د ایراني ځواکونو او ایران ملاتړ لرونکو ډلو مرکزونه په نښه کړي دي.

اسرائيل وايي، د خپل هېواد په پولو کې د ایران نفوذ ورته د منلو وړ نه‌دی.

په دې وروستیو کې اسرائيل د سوريې په خاوره کې یو شمېر حملې کړې دي.

په همدې حال کې روېټرز خبري اژانس د یوه روسۍ سرچینې له قوله ویلي چې د اسرائيل هليکوپټرو د مهماتو پر مرکزونو حملې کړې دي.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ هم رسنیو د سوریې په قنیطره ولایت کې د لبنان د حزب‌الله ډلې سره پر اړوندو اهدافو د راکټي حملو خبر ورکړی وو.

په یوه بله حمله کې چې د دمشق په حومه سیمه کې وشوه، ځايي رسنیو راپور ورکړی چې ظاهراً د اسرائيل د حملو هدف د دمشق په جنوب کې دېره ایراني او متحد ځواکونه‌يې وو.

د سوريې د بشري حقونو اداره ادعا کوي چې په دې حمله کې څلور ایراني او درې سوري وګړي وژل شوي دي.

روېټرز وايي، د اسرائيل دا حملې په سوریه کې له ایران سره پر اړوندو نظامي ډلو د حملو بیا زیاتولو ښکارندویي کوي.

د اسرائيل د موقت دولت په چارو کې د دولت وزیر نفتالي بنیت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هېواد یې په سوريه کې د ایران د ځواکونو پر وړاندې غوڅ دریځ غوره کړی دی.

نفتالي بنیت
نفتالي بنیت

په سوریه کې د اسرائيل حملې وروسته له هغه ودرېدې چې د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوې، خو که پرونۍ حمله تأييد شي، د جمعې د ورځې حمله به په تېرو ۱۵ ورځو کې شپږمه حمله وي.

په تر ټولو مهمو حملو کې یوه چې سوریې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له تګ سره پر یوه مهال وشوه، په حمص ولایت کې د اسرائيل تر حملو لاندې راغله چې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، په دې حمله کې د درې سوري او شپږو بهرنیو وګړو په شمول لږترلږه نهه کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG