د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

'سوریه کې د اسرائیل د الوتکو برید ایراني پوځيان او عراقي ملېشه وژلي'


سوریه کې د اسرائیلو هوايي برید
سوریه کې د اسرائیلو هوايي برید

د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې تأیید کړه چې د اسرائیل الوتکو د برید په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ په سوریه کې ایراني پوځي سرتېري وژل شوي دي.

تر دې مخکې د سوریې رسنیو خبر ورکړی و چې د اسرائیلو د هوایي برید مخه‌یې نیولې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې خبر ورکړ چې اسرائیلي الوتکو د سوریې د دېرالزور ښار ختیځه برخه په توغندیو ویشتلې ده.

تر دې خبر لږ وروسته همدې ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی، وویل چې په دې حمله کې ایراني پوځیان او عراقي ملېشه چې له ایران سره نږدې اړیکې لري وژل شوي دي او شمېر یې ۱۴ ته رسېږي. د دې ډلې په وینا په دې برید کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

حزب‌الله سرتېري
حزب‌الله سرتېري

دا هوایي برید د سې شنبې په سهار وشو.

دا پنځم ځل دی چې په تېرو دوو اوونیو کې د اسرائیل هوایي ځواکونه د سوریې د خاورې دننه د ایراني ځواکونو اهداف په نښه کوي.

بل لور ته د سوریې سنای اژانس ادعا کوي چې دا حملې یې شنډې کړې دي.

اسرائیل په وروستیو کلونو کې په سوریه کې د هوا له لارې په سلګونه بریدونه پر ایراني پوځیانو، د سوریې د دولت پر سنګرونو او شیعه ملېشه‌وو کړي دي.

اسرائیل په دې برخه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو په اړه څه نه‌وایي.

د سوریې په خاوره د اسرائیلو برید کې ۱۴ ایراني او عراقي ملېشې وژل شوي

د لوېدیځ او اسرائیل اطلاعاتي مؤسسې وایي چې ایراني ځواکونه او د هغوی ملاتړي ملېشې د سوریې په ختیځ کې له عراق سره پر پوله له دښتو د وسله‌والو او پرمختللو وسلو د انتقال لپاره استفاده کوي ترڅو د سوریې د دولت او د لبنان د حزب‌الله ډلې ملاتړ وکړي.

د حزب‌الله مشر حسن نصرالله
د حزب‌الله مشر حسن نصرالله

پر سوریې د اسرائیل بریدونه د کرونا ویروس له خپرېدو سره د یوې مودې په مخه ودرېدل، خو وروسته له لنډې مودې بېرته د سوریې دننه‌‌یې بریدونه پيل کړل چې یو یې د جمعې په ورځ و چې حمص کې د سوریې د پوځ یو سلاکوټ له‌منځه لاړ.

تر دې یوه ورځ مخکې هم رسنیو د قنیطره په ولایت کې پر حزب‌الله ډلې د توغندیو د برید خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG