د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د امریکا د استازیو جرګې غړيو افغانستان کې د جګړې درېدو او اوربند غوښتنه وکړه


د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر الیوت انجل.
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر الیوت انجل.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې جګپوړیو غړیو په افغانستان کې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي او اوربند وکړي.

دغو استازیو ویلي دي چې په افغانستان کې د شخړو له زیاتېدو سره د سولې د تړون په برخه کې د طالبانو کړې ژمنې ته پوښتنې پيدا شوې دي.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر الیوت انجل چې په خپله له نیویارک څخه د ډیموکرات ګوند استازیتوب کوي، همداراز له ټکساس څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند استازی میچل مککول وایي، په افغانستان کې په ډراماټیک ډول د شخړو زیاتېدل د امریکا او طالبانو د فبروري د نهه ویشتمې نېټې د سولې له تړون څخه داسې سرغړونه ده چې د منلو نه ده.

د استازیو جرګې دغوو دوو استازیو په ګډ بیان کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، زیاته کړه: "طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونو ته ادامه ورکړې ده چې له دې سره موږ ته دا پوښتنې پيدا شوي دي چې ایا طالبان پر خپلو ژمنو درېږي؟ د سولې په لور به روان شي که به مخکې تر دې چې خبرې مخته ولاړې شي مخه به یې ونیسي؟"

په افغانستان کې شخړې د کرونا ویروس له چټکو خپرېدو سره یوځای شوې دي، اینجل او مککول وایي چې جګړو د افغانانو مخه نیولې ده چې پر دې روغتیایي ناورین تمرکز وکړي.

د متحد ایالتونو د استازیو جرګې دغو مخکښو استازیو پر ټولو لوریو غږ کړی دی چې سمدستي له بریدونو لاس واخلي، پر اوربند هوکړه وکړي او د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

د دوی تر دې خبرو مخکې تیره اوونۍ سې شنبې (مې ۵) د امریکا د متحد ایالتونو د فاع وزیر مارک اسپر ویلي و چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او افغان حکومت هم خپلې ژمنې نه دې پرځای کړي.

د افغانستان حکومت د قطر په پلازمینه دوحه کې د فبروري د ۲۹ نېټې د تړون برخه نه و، خو د امریکا او طالبانو په هوکړه کې له افغان حکومته غوښتل شوې و چې تر ۵۰۰۰ پورې طالب زندانیان خوشې کړي څو د بین الافغاني خبرو تر پيل مخکې د اعتماد فضا رامنځته شي.

د سولې تړون له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړه چې په ۱۴ میاشتو کې به له دغه هېواده وځي خو له کله چې دا هوکړه شوې ده د طالبانو بریدونه زیات شوې دي.

په وروستۍ یوې حملې کې د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د خوست امنیه قومندان ووژل شول.

د خوست والي محمد حلیم فدایي د جمعې په ورځ د دې پېښې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "متاسفانه د خوست امنیه قومندان پاسوال سید احمد بابازی، د ده سکرتر صافی او یو سرتېری د خواجه رحیم سیمه کې د مکار او غدار دښمن له لورې چې د سولې د دروغو چیغي وهي، شعارونه ورکوي د ماین په نتیجه کې په شهادت ورسېد."

طالبانو د دې برید مسئولیت منلی دی.

په همدې ورځ چې د خوست امنیه قومندان ووژل شو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې په قطر کې یې د طالبانو له مشرانو سره د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې د تړون اړوندو نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG