د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

افغان حکومت: طالبانو د داعش له بریدونو سره مرسته کړې او منظمې اړېکې لري


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا طالبان له داعش سره په همکارۍ تورنوي.​

د دغې ادارې ویاند جاوید فیصل د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، طالبانو تل د داعش له ستراتیژۍ هرکلی کړی او دوی کله هم د یو بل پر ضد فعالیت نه دی کړی.​

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، داعش تر ډېره د افغانستان په هغو سېمو کې فعالیت کوي چېرې چې طالبانو نا امنه کړي دي.​

د امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې طالبانو تل د داعش له ستراتیژۍ هرکلی کړی او مستقیماً یې له بریدونو سره مرسته کړې ده.​

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

هغه زیاته کړه: "طالبانو همیشه په هېواد کې د داعش له ستراتیژۍ او د هغوی د فعالیت هرکلی کړی دی، داعش په هغو ساحو کې فعالیت درلودی چې طالبانو سېمې نا امنه کړې وې، د داعش کوم بریدونه چې په تېر کې شوي او کوم معلومات چې مونږ لرو او مشخص شوي پر بنسټ یې ویلی شو چې طالبان مستقیم د داعش له بریدونو سره مرسته کړې او منظمې اړېکې لري."

ښاغلی فیصل وايي، طالبان او داعش مشترک فعالیت کوي او د سولې په وړاندې خنډ جوړوي.​

خو له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي: "د امریکا د ورستیو موندونو له مخې په کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه د داعش وسله والې ډلې کار دی."​

ښاغلي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې: "د داعش دام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره یو ځای شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصته ګټه واخلي."​

​خو افغان حکومت وایې،طالبانو د سولې هوکړې د نه عملي کولو او تاوتریخوالي په زیاتولو سره دغه پروسه له ماتې سره مخ کړې ده.​

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره خونړۍ وه او په کابل، ننګرهار، لغمان او پکتیا کې په بیلابیلو بریدونو او چاودونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.​

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې داعش سره د طالبانو اړیکې رد کړې او وویل چې د داعش لوړ پوړي مشران افغان حکومت نیولي او له هغو سره دي.​

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین
د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین

د افغانستان د امنیت شورا ویاند دغه شان وویل چې طالبانو هم تېره اوونۍ په اکثرو ولایتونو کې بریدونه کړي چې نږدې ۱۰۰ملکیان یې وژلي او له دوه سوو زیات یې ټپیان کړي دي.​

هغه زیاتوي: "طالبانو په تيره اوونۍ کې په ٢١ ولایتونو کې بریدونه کړي چې په دغه بریدونو کې ٧٩ملکیان وژل شوي او ٢١٨ نور ټپیان شوي دي."

​افغان ځواکونه د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړي تر لاسلیک ورسته په دفاعي حالت کې وه، طالبانو هم ویلي وه یوازې په هغو سیمو بریدونه کوي چې دوی ته ورنه ګواښ متوجه دی.

خو تېره اوونۍ کله چې په پلازمینه کابل او ولایتونو پرله پسې وسله وال بریدونه وشول ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالت نه بېرته تعرضي حالت ته ستانه شي.​

​خو طالبان دا ادعا ردوي.​

XS
SM
MD
LG