د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

طالبانو ته د افغان حکومت ځواب: هند سره د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې اړیکې لرو


د افغانستان او هند بیرغونه
د افغانستان او هند بیرغونه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د دې خبرې په غبرګون چې هند په تېرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې منفي رول لوبولی وایي هند سره د نړیوالو اصولو او متقابل درناوي په چوکاټ کې اړیکې لري.

وروسته له هغې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عباس ستانکزي هند تورن کړ چې له څلور لسیزو یې په افغانستان کې منفي رول لوبولی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هند له افغانستان سره ښه اړیکې لري او له دغه هېواد له لویو مرسته کوونکی هېوادونو څخه دی.​

د هند حکومت تر اوسه پورې په دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۸» ازادي راډيو ته وویل، هند په افغانستان کې له پراختایي او بیارغونې چارو ملاتړ کړی، په دې برخه کې نورو مرستو ته هم ژمن دی او تمه ده چې د سولې په برخه کې هم هڅې او همکاري وکړي.​

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

ښاغلی هېواد زیاتوي: "هند په دې وروستیو دوو لسیزو کې یو له لویو مرسته کوونکو هېوادونو دی چې په افغانستان کې یې له بیارغونې او پراختیایي چارو ملاتړ کړی، موږ یې له دې همکاریو قدرداني کوو، له هند او نورو ګاونډیو هېوادونو نه مو تمه دا ده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې رغنده رول ولوبوي."

ښاغلی هېواد وایي، د افغانستان او هند د دولتونو ترمنځ اړیکې په نړیوالو اصولو او متقابل درناوي ولاړې دي.​

دا په داسې حال کې ده چې تازه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عباس ستانکزي د عزم په نوم یوې وېب‌پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې هند له تېرو ۴۰ کلونو راپه دېخوا په افغانستان کې منفي پالېسي پلې کړې.​

د ښاغلي ستانکزي په خبره، هند په دې وروستیو دوو لسیزو کې یوازې له هغو اشخاصو ملاتړ کړی او اړیکې ورسره لري چې په خبره‌یې فاسد او د بهرنیو له لوري قدرت ته رسول شوي کسان دي، نه د افغانستان خلکو له‌خوا.​

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عباس ستانکزی

نوموړي دا هم ویلي چې هند دې له دوی سره د افغان سولې اړوند همکاري وکړي.​

له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هند ته د خپل سفر په ترڅ کې له هندي چارواکو سره د افغان سولې اړوند خبرې کړې وې او له هغه هېواد څخه‌یې غوښتي و چې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي.​

خو په افغانستان دننه یو شمېر سیاسي کارپوهان وایي، طالبان باید په داسې حساسو شرایطو کې دې هېوادونو ته د دولتونو په کچه منفي څرګندونې ونه‌کړي.​

له دې ډلې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکي سید خالد سادات ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو دا شان څرګندونې به په راتلونکي کې د افغانستان د ډيپلوماتیکو اړیکو لپاره زیان ولري.​

خالد سادات ادعا کوي چې طالبان داسې خبرې د پاکستان په خوښه کوي.​

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی سید خالد سادات

هغه وویل: "طالبان باید په اوس وخت کې ځان ته داسې صلاحیت ورنه‌کړي چې د هېوادونو په کچه داسې څرګندونې وکړي، دا شان څرګندونې د افغانستان د راتلونکي لپاره زیان لري، بله خبره دا چې هند او پاکستان په دایمي دښمنۍ کې پرېوتي دي، پاکستان په افغانستان کې خپل نیابتي سیاست لوبوي او دلته طالبان په دې تورن دي چې د پاکستان نیابتي رول په افغانستان کې لوبوي او د پاکستان له‌خوا د دوی ملاتړ کېږي، زما باور دا دی طالبانو دا خبره د پاکستان په خوښه کړې، خو طالبان باید د افغانستان د خلکو د ذهنیت په نظر کې نیولو سره ډېر حساس قدم کېږي."​

د ښاغلي سادات په خبره، طالبان باید اوس هڅه وکړي چې د سولې پروسې د پرمختګ لپاره له ټولو هېوادونو سره ښه اړیکې وساتي تر څو دغه هېوادونه په راتلونکي کې له افغانستان سره همکارۍ او هر اړخیزې اړیکې ولري.​

هڅه مو وکړه په دې اړه په کابل کې د هند سفارت نظر هم ولرو، خو د بیا بیا اړیکو نیولو سره ونه‌توانېدو.

XS
SM
MD
LG