د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

کابل ته د خلیل‌زاد سفر او د بین‌الافغاني خبرو ژر پیلېدو ته راټوکېدلې هیلې


افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د چهارشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی.

سرچینه زیاتوي ټاکل شوې چې ښاغلی خلیل‌زاد د افغان سولې په اړه له افغان چارواکو سره هم وګوري.

ښاغلی خلیل‌زاد د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې درې ورځې وروسته کابل ته رسېدلی، څو له افغان چارواکو سره وګوري.​

زلمی خلیل‌زاد له دوحې کابل ته راغی

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم درې ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې ويلي و چې زلمی خليل‌زاد به کابل ته د سفر پر مهال افغان چارواکو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو د ژر پیل په اړه خبرې وکړي.

خلیل‌زاد له دوحې کابل ته ستون شو، هغه دوه ورځې وړاندې قطر ته سفر کړی و، خو دا چې هلته‌یې له طالب استازو سره کتلي کنه؟ او که‌یې کتلي وي په کومو مسایلو یې خبرې کړي، په دې اړه جزئیات نه‌دي په ډاګه شوي او نه هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په دې اړه د ازادی راډیو پوښتنه ځواب کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیل‌زاد ۱۳ ورځې وړاندې هم قطر، پاکستان او هند او ته سفرونه کړي و.

په اسلام‌اباد کې د زلمي خليل‌زاد او د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي لیدنه
په اسلام‌اباد کې د زلمي خليل‌زاد او د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي لیدنه

د چارو شنونکي کابل ته د زلمي خلیل‌زاد دا ځل سفر له نورو سفرونو سره متفاوت او ګټور بولي.

د سیاسي چارو پوه یونس فکور وايي، د افغان چارواکو ترمنځ اختلافات کم شوي، د سولې ملي مصالحې په نوم د سولې با صلاحیت ادرس رامنځته شوی.

هغه وویل: "دا ځل افغان سیاسي مشران په یوه خوله دي له دوی سره د زلمي خلیل‌زاد ملاقات به ګټور وي، د بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل او د زندانیانو د خلاصون د بهیر چټکېدو لپاره دا یو ښه ګام او پرمختګ او ګټور سفر دی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر د کوچني اختر په مناسبت په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې دوی له امریکا سره لاسلیک کړې هوکړې ته ژمن دي او له مقابل اړخ هم غواړي چې په په خپلو ژمنو ودرېږي.

XS
SM
MD
LG