د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د کندهار مشهور کمیډین 'خاشه ځوان' د نیول کېدو وېډیو ګڼ غبرګونونه راوپارول


د کندهار مشهور کمیډین او سیمه‌ییز پولیس نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و.
د کندهار مشهور کمیډین او سیمه‌ییز پولیس نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و.

د طالبانو له‌خوا د کندهار د مشهور کمیډین او سیمه‌ییز پولیس نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، د نیول کېدو وېډیوګانو ګڼ غبرګونونه راپارولي.

په دغه وېډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي چې خاشه د موټر په وروستي سیټ کې ناست دی، لاسونه‌یې شاته تړلي او یو طالب‌يې په څپېړو وهي.

د خاشه له وژل کېدو وروسته د ده طنزي وېډیوګانې په ټولینزو شبکو کې لاس په لاس کېږي.

کله چې ژوندی و خلک‌یې خندول، خو وژل کېدو یې ډېر خلک اندېښمن او په قهر کړل.

لوړپوړو دولتي چارواکو، مدني فعالانو، هنرمندانو، د ټولنیزو شبکو کاروونکو او نورو د خاشه وژنه په پراخه توګه غندلې ده.

د افغانستان سینما هنرمند نبي تنها وايي: "واقعاً اندېښمن یو که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، موږ خپلې راتلونکې ته اندېښمن یو. د ده څپېړې او وژنه ده ته نه، بلکې ټولو هنرمندانو ته یو پیغام دی."

حکومتي چارواکو د نظر محمد خاشه وژنه صحرايي اعدام او د ناوړه فضا رامنځته کېدل وبلل.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د خاشه د وژل کېدو دمخه خپره شوې وېډیو ښيي چې طالب نه شریعت ته پابند دی، نه محکمه لري، نه قانون او نه انسانیت. د طنز او انتقاد غلي کول د ټولنې د روح غلي کول دي.

د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح

د جمهور رئیس دوهم مرستیال د خاشه پر مخ څپېړه د ټول ملت پر مخ څپېړه او د ټولو خلکو سپکاوی ګڼلی دی.

ښاغلي دانش پر فېس‌بوک لیکلي چې د خاشه وژنه له فرهنګ او ازادي سره د طالبانو دشمني ده.

د جمهور رئیس سلاکار وحید عمر په ټویټر کې له خلکو غوښتي چې له هرې لارې چې کېږي خپل غږ دې اوچت کړي، ځکه چې طالبان د خلکو ریښې له‌منځه وړي.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم په یوې اعلامیه کې د خاشه وژل د بشر حقونو او د اسلام د موازینو خلاف عمل ګڼلی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد قاسم وفايي‌زاده د خاشه وژنه جنایت، د انسانیت ضد او له هنر او هنرمند سره دښمني ګڼلې ده.

په همدې توګه د فېس‌بوک یوه کارکوونکي د خاشه د وژل کېدو په اړه لیکلي چې په هېواد کې خندېدل د مرګ په بیه دي، بل لیکلي چې خاشه ته څپېړه د ټول ملت پر مخ څپېړه ده.

څلور ورځې مخکې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل تویټر لیکلي و چې خاشه د کندهار ښار په ۱۵مه حوزه کې په یو تاکتیکي حمله کې ووژل شو.

کندهار ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ حمله
کندهار ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ حمله

نوموړي خاشه ځوان د دیني عالمانو او اسیرانو په سپکاوي تورن کړی و.

خو تازه د طالبانو بل ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، طالبانو د خاشه د وژل کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د خاشه وژنه څېړل کېږي چې ولې له محاکمې پرته وژل شوی دی.

ده وویل، خاشه د پولیسو منسوب و او عملاً د طالبانو پر وړاندې جنګېده.

د کورنیو چارو وزارت هم تأیید کړې چې خاشه پولیس و.

له دې وړاندې د کندهار امنیتي مسؤلینو ویلي چې وسله‌والو طالبانو د پنجشنې په شپه د سرطان په ۳۱مه نظر محمد خاشه د ډنډ په ولسوالۍ کې له کوره ایستلی او د جمعې په ورځ‌یې په ډزو وژلی دی.

XS
SM
MD
LG