د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

افغان حکومت: هاګ محکمه او نړیواله ټولنه دې د طالبانو له‌خوا "بشري جرمونه" وڅېړي


ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالب جنګیالي
ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالب جنګیالي

د افغانستان حکومت د جرمونو له نړیوالې محکمې (هاګ)، نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو له ملاتړو بنسټونو وغوښتل چې د طالبانو له‌خوا ترسره شوي "بشري جرمونه" وڅېړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دوی د نړیوالو له دې ګامه هم هرکلی کوي چې د طالبانو جرمونه مستند کوي.

ښاغلی تهذیب زیاتوي: "د بهرنیو چارو وزارت د بشر حقونو څار سازمان او نورو معتبرو سرچینو د هغو راپورونو هرکلی کوي چې د طالبانو تاوتریخوالی او بشر ضد جنایتونه مستند کوي. له نړیوالې ټولنې، د بشر حقونو له بنسټونو او د جرمونو له نړیوالې محکمې همدا غوښتنه لرو چې د طالبانو د جرمونو په مخنیوي، د جنایتونو د عاملانو په محاکمه او د بښنې د دود په له‌منځه وړلو کې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي."

دولت دا غوښتنه وروسته تر دې کوي چې د بشر حقونو څار نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبانو د کندهار د سپین بولدک له نیولو وروسته شااوخوا ۳۰۰ کسان برمته کړي دي.

په راپور کې راغلي چې طالبانو دا کسان له کورونو را ایستلي او له حکومت سره د همکارۍ په تور یې نامعلوم ځای ته بیولي دي.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د ځایي رسنیو په حواله ویلي، له دې ډلې طالبانو یو شمېر کسان وژلي چې دې ډله کې د کندهار د ولایتي شورا د یوه غړي دوه زامن هم شامل دي.

پترېشیا ګاسمن وی
پترېشیا ګاسمن وی

د افغانستان لپاره د دغه سازمان څېړونکې پترېشیا ګاسمن ویلي، ډېره اندېښنه شته چې طالبان کندهار کې نور ظلمونه هم وکړي.

په کندهار کې د طالبانو جګړو تر ټولو ډېر ولسي وګړي ځپلي او زیانمن کړي یې دي.

چارواکي وایي، له همدې تازه جګړو شااوخوا ۲۲ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي چې بد حالت کې ژوند کوي.

د کندهار دوو اوسېدونکو ازادي راډیو ته د جنګي حالت د ناوړه اغېز په اړه ویلي: "له کندهار ولایته نورالدین پیغام درته پرېږدم، دلته په ۷مه ناحیه کې لارې بندې دي، برښنا نه‌شته، مریض مو کلینیک ته نه‌شو وړلی، دغه مو غوښتنه ده له چارواکو چې زموږ ستونزو ته رسیدګي وکړي. دلته په ۷مه او ۸مه ناحیه کې ډېر امنیت خراب دی."

"خدای ته وګورئ دا جنګ او جګړې بس کړئ، که اشرف غني وي او که بل مشر وي، دې جګړو خو له لوږې مړه کړو، په یوه رقم سره جوړ شئ، یو یا بل سره تېر شئ، خدای ته وګورئ له لوږې مو مړه کړلو."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د یکشنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې "د بشري حقونو ډېر اندېښمنوونکی وضعیت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري".

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

دې ویلي اړتیا ده چې اوسنۍ شخړه کې د بشري حقونو د سرغړونو مستندېدو ته حقیقت موندونکی نړیوال پلاوی وټاکل شي.

طالبان بیا د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان راپور ردوي او وایي، د دوی له‌خوا کندهار کې له هېچا سره زور زیاتی نه‌دی شوی او څوک‌یې برمته کړي هم نه‌دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، د کندهار د ولایتي شورا د یوه غړي د دوو زامنو وژلو کې هم دوی لاس نه‌لري او په دې اړه څېړنه کوي.

د ده په ټکو، سپین بولدک کې د وژنو ځینې پیښې ممکن د شخصي دښمنیو له کبله وي، ځکه په خبره‌یې په تېرو ۲۰ کلونو کې له یو شمېر کسانو سره د دولتي چارواکو له‌خوا زیاتی شوی دی.

XS
SM
MD
LG