د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

پنټاګون: امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو بمبار کړی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

امریکايي چارواکو ویلي چې په وروستیو کې یې د افغان ځواکونو په ملاتړ افغانستان کې هوايي بریدونه کړي دي.

د پنټاګون ویاند جان کربي پرون پنجشنبه(د چنګاښ ۳۱مه) خبریالانو ته وویل چې امریکايي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف په افغانستان کې هوايي بریدونه کړي، خو ډېر جزییات ورنه کړل.

طالب ویاند ذبیح الله ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړه چې د کندهار ښار ته نژدې امریکايي ځواکونو د دوی پر اهدافو هوايي بمبارۍ کړي دي.

د پنټاګون ویاند جان کربي
د پنټاګون ویاند جان کربي

نوموړي زیاته کړه: "هو، د کندهار ښار نژدې یو څو ځایه بمباري شوې دي. یو موټر په کې ویجاړ شوی او درې تنه طالبان په کې وژل شوي دي. څو ځایه نور همداسې په خالي سیمو بمبارۍ شوي دي. موږ دا غندو د امریکایانو دا اقدام د دوحې له هوکړې څرګنده سرغړونه ده او پر وړاندې به یې دریځ ونیول شي."

په افغانستان کې د پاتې امریکايي ځواکونو کومې سرچینې تر اوسه د دې هوايي بریدونو د وخت او ځای په اړه څه نه دي ویلي.

همدارنګه په دې اړه د افغان حکومت د امنیتي او دفاعي ادارو ویاندویانو هم د ازادي راډیو اړیکو ته ځواب ونه وایه.

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه په داسې یو وخت کې د طالبانو پر مورچلو بریدونه کوي چې له هغو امریکايي سرتیرو چې کابل کې د امریکا د سفارت او د کابل د هوايي ډګر د ساتنې امنیتي مسولیت لري، پرته نژدې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي.

که څه هم طالبانو د دوحې د تړون له مخې د افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، خو په دې خبرو کې تر اوسه کوم څرګند پرمختګ نه لیدل کېږي. پرځای یې جګړو زور اخیستی او په وروستیو څو اونیو کې یې یو شمېر لېرې پرتې ولسوالۍ د حکومت له کنټرول ایستلي.

کندهار ولایت چې په سنتي ډول د طالبانو مهم مرکز ګڼل کېږي په دې وروستیو کې یې ښار او ولسوالۍ د حکومتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د درنو جګړو شاهدانې دي.

طالبانو په دې ولایت کې د ښار د ۷مې ناحیې او د سپین بولدک د بندري ښارګوټي په شمول ځیني سیمې نېولي او دغلته یې پر حکومتي ځواکونو فشار زیات کړی دی.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د هغو الوتکو په وسیله چې له افغانستانه بهر دي د امریکايي ځواکونو دا هوايي بریدونه، د طالبانو پرضد په جګړه کې د امریکا د ملاتړ د دوام اراده ښيي.

طالبانو د کندهار ښار د ۷مې ناحیې او د سپین بولدک د بندري ښارګوټي په شمول ځیني سیمې نېولي
طالبانو د کندهار ښار د ۷مې ناحیې او د سپین بولدک د بندري ښارګوټي په شمول ځیني سیمې نېولي

امریکا د خلیج په هېوادونو کې راز-راز جنګي الوتکې لري چې په افغانستان کې هدفونو ته ځان رسولی شي.

دا له کله چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستنی قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغانستانه لاړ، لومړی ځل دی چې په افغانستان کې امریکايي الوتکې عملیات کوي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د کربي له څرګندونو وروسته د دفاع وزارت یوه بل چارواکي ورته ویلي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره تر څلورو ځلونو زیات هوايي بریدونه کړي دي.

د دغه چارواکي په وینا، لږ تر لږه دوه عملیاته د هغو توپونو او نقلیه وسایلو د ویجاړولو لپاره وشول چې طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولي وو.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG