د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د بامیان د دوو اوسېدونکي ادعا: یوه طالب چارواکي سخت وهلي او شکنجه کړي یوو


د بامیان ښار یوه څنډه
د بامیان ښار یوه څنډه

د بامیان د کهمرد ولسوالۍ دوه اوسېدونکي ادعا کوي چې یو ځايي طالب چارواکي د وسلو د لرلو په تور سخت وهلي او شکنجه کړي دي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت یې ردوي.

د بامیانو د اوسېدونکی محمد نقیب پر بدن د سختو وهلو نښې له ورایه ښکاري او تر دې چې تر نامه لاندې کېڼ لور ته د بدن لاندې برخه یې د ډېرو وهلو له امله سخته ټپې شوې او اوس پړسېدلې او شنه اوښتې ده.

هغه ادعا کړې، د بامیان په کهمرد ولسوالۍ کې چې یوه تاجیک مېشته سیمه ده، د طالبانو د یوه ځايي قوماندان قاري فرید له لورې وهل شوی دی، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

دی ادعا کوي چې قاري فرید ترې وسله غوښته، خو ده نه په مخکیني نظام کې دنده مخ‌ته وړې او نه یې هم ټوپک درلود چې هغه ته یې ورکړې؛ نو له همدې امله یې دی سخت وهلی دی.

نوموړي وویل: "تر دې چې مجبور شوم چې وسله واخلم. له ما یې درې میله وسله غوښته. نه اربکي کې وو او نه مو وسله درلوده. ملکي خلک یوو، وسله مو له کومه کړه."

د طالبانو له‌خوا د شکنجه شویو دې کسانو ویډیو د طالبانو لخوا پر ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې.

په دې ویډیو کې یو بل تن هم چې خپل نوم احسان‌الله ښيي لیدل کېږي.

دی هم ادعا کوي، چې د قاري فرید له‌لوري په همدې تور چې ګنې وسله لري، وهل شوی دی.

هغه وویل: "په یوه ډډه یې ډېر وهلی یم. د قاري فرید کسان وو، خپله قاري فرید د کهمرد مسوول دی، خو په دې نه پوهېږم چې څه دنده لري."

هغه کسان چې ادعا کوي د بامیان په کهمرد کې د طالبانو د یوه ځايي قوماندان له‌خوا وهل شوي دا ادعا کوي چې، له دوی اوویا میله نوره وسله هم غوښتل شوې او ګواښل شوي هم دي.

دوی ادعا کوي چې ژوند ته یې ګواښ پېښ دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه، د دې ادعا وو په اړه له قاري فرید سره هم خبرې وکړي، خو په موندلو یې بریالي نه شوو.

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سره مو یاده موضوع شریکه کړه، خو ویاند یې عبدالنافع ټکور ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه بې خبري وښوده.

ټکور وویل، ډېری دا ډول موضوعات د دوی ضد د تبلیغ لپاره هم خپرېږي.

له دې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې ادعا شوې چې طالبان خلک صحرايي محکمه کوي.

موده وړاندې له پنجشېر ولایت نه یوه ویډیو خپره شوه چې په کې یو ملکی وګړي له دې امله چې ولې یې د مخکني نظام پوځي یونیفورم اخستی، په مرمیو ویشتل کېږي.

طالبانو په ځلونو ژمنه کړې، چې د دې پېښو مخه نیسي او تر خوا یې هغه پېښې چې شوي د څېړنې ډاډ یې ورکړی.

خو تر اوسه د دې ډول پېښو د څېړنې یوه پایله هم نه‌ده رسنیزه شوې.

د دې ترڅنګ طالب پوځیانو په کابل او جلال اباد ښارونو کې په ځینو پېښو کې په خلکو ډزې کړي او وژلي یې دي،د طالبانو حکوکت د دې پېښو د څېړنې امر هم کړی، خو پایلې یې لا نه دي روښانه شوي.

د طالبانو اوسنی حکومت د دوی د مشر له خوا د بښنې له فرمان سره سره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د پخوانیو پوځیانو او نورو دولتي کارکوونکو په وژنې هم تورن شوي دي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

XS
SM
MD
LG