د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

ملګرو ملتونو په پنجشېر کې د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه تایید کړل


د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی پرون وویل، چې د طالبانو ځواکونو په پنجشېر ولایت او نورو سیمو کې بې پوښتنې اعدامونه کړي او اسیر وسله وال او نور بندیان یې تري تم کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی پرون وویل، چې د طالبانو ځواکونو په پنجشېر ولایت او نورو سیمو کې بې پوښتنې اعدامونه کړي او اسیر وسله وال او نور بندیان یې تري تم کړي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په پنجشېر ولایت کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د بشري حقونو د یوې مدافع ډلې راپور د ده له مخکینیو څېړنو سره سمون لري.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی وايي، د افغانستان په شمال کې د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په اړه د هیومن رایټس واچ وروستی راپور په دې اړه د ده له روانو څېړنو سره سمون لري.

ریچارډ بینیټ پر ټویټر په یوه بیان کې د بشري حقونو د څار سازمان وروستي راپور ته چې وايي، د طالبانو ځواکونه په پنجشېر ولایت کې ملکي وګړي نیسي او شکنجه کوي یې، اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د دې سرغړونو په اړه شفاف او بشپړ تحقیقات په کار دي او زیاتوي چې له مسوولو کسانو سره هم باید په دې خاطر حساب کتاب وشي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ

ریچارډ بینیټ لیکلي د افغانستان د کړکېچ ټول ښکېل اړخونه مسوولیت لري، چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی پرون وویل، چې د طالبانو ځواکونو په پنجشېر ولایت او نورو سیمو کې بې پوښتنې اعدامونه کړي او اسیر وسله وال او نور بندیان یې تري تم کړي دي.

هیومن رایټس واچ دا کارونه جنګي جرایم بللي.

په پنجشېر کې د روانو بشري سرغړونو د ادعاوو په اړه د بشري حقونو د څار د سازمان څېړونکې فرشتې عباسي ازادۍ راډیو ته وویل: "موږ څېړنې ښيي چې طالبان له مې میاشتې راهیسې په پنجشېرولایت کې پراخ حضور لري او سرتېرو یې خلک نیولي، شکنجه کړي او په ځینو مواردو کې یې په دې شک چې د ملي مقاومت د جبهې لپاره کار کوي وژلي دي. "

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد آزادۍ راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې د هیومن رایټس واچ دا راپور رد کړ.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه وویل: "د استخباراتو او امر بالمعروف ارګانونو په ګډون د اسلامي امارت ټولې ادارې له مجرمانو سره د اسلام د مقدس دین د اصولو په رڼا کې چلند کوي. هېڅ داسې یو مورد نه شته چې ثابته کړي د استخباراتو ځواکونو دې له قضا او محکمې پرته څوک وژلي یا اعدام کړي وي او یا دې د امر بالمعروف وزارت کارکوونکو څوک وهلي ټکولي وي. "

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي وايي، چې د پنجشیر په ځینو ولسوالیو کې لاهم لسګونه کسان له طالبانو سره بندیان دي چې اجازه نه لري له خپلو کورنیو سره وویني، مدافع وکیل یا داسې محکمې ته لاسرسی نه لري چې د دوی قضیې په عادلانه ډول وڅېړي.

طالبانو له نژدې لسو میاشتو راهیسې چې واک ته رسېدلي په پرله پسې ډول د بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې رد کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG