د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

په پنجشېر کې د بنديانو د سرونو پرې کولو ادعا وشوه خو طالبان يې ردوي


آرشیف - په پنجشېر کې د طالبانو غړي
آرشیف - په پنجشېر کې د طالبانو غړي

په داسې حال کې چې د مقاومت ملي جبهه ادعا کوي، طالبانو د دوی درې پوځیان په پنجشېر کې نیولي او وروسته یې سرونه ترې پرې کړي خو د طالبانو حکومت بیا دغه ادعاوې ردوي.

په داسې حال کې چې د مقاومت ملي جبهه په پنجشېر ولایت کې د طالبانو له لوري د خپلو درېيو ځواکونو د سر پرې کېدو ادعا کوي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا دغه ادعاوې بې اساسه بولي.

د مقاومت ملي جبهې ویاند صبغت الله احمدي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې طالبانو د پنجشېر په کرباسي سیمه کې د دوی درې تنه ځواکونه نیولي او له وروسته یې سرونه ترې پرې کړي دي.

احمدي لیکلي، چې د دغه درېیو ځوانانو جنازې د خپلوانو له ګډون پرته د سیمې د خلکو لخوا خاور ته سپارل شوي.

نوموړې وړاندې لیکلي، چې د جګړې له اسیرانو سره د طالبانو دغه رویه د ټولو بشري او جنګي اصولو خلاف عمل دی.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا ردوي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل: "د سرونو د پرې کولو په اړه زه ووایم چې زموږ ځواکونو تر اوسه د چا سرونه نه دي پرې کړي او خدای دې نه کوي چې د چا سر دې پرې شوی وي."

ټکور وايي، هغه کسان چې طالب ځواکونو لخوا په پنجشېر او یا نورو ولایتونو کې نیول کېږي څېړنې ورنه کېږي او چې بې طرفه وي بېرته خوشې کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې دطالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره د مقاومت ملي جبهې په پنجشېر او یو شمېر نورو ولایتونو کې خپل موجودیت اعلان کړی او د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي.

XS
SM
MD
LG