د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۲

طالبان د داعش او پخوانیو افغان ځواکونو د ګواښونو شتون ردوي

په کابل کې د طالبانو غړي
په کابل کې د طالبانو غړي

طالبانو د ملګروملتونو د کارپوهانو هغه راپور رد کړی چې وايي، د دوی واکمني د داعش ډلې او د پخواني دولت د امنیتي ځواکونو له خوا تر ګواښ لاندې ده.

د طالبانو حکومت د ملګروملتونو هغه راپور رد کړی چې وايي، د دوی واکمنۍ ته د داعش او پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا خطر متوجه دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، دا دواړه ډلې د دوی لپاره سرخوږی نه شي جوړولای.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه وايي: "اسلامي امارت له هغه وخته چې د ښارونو کنټرول په لاس کې اخیستی داعش پدیده په یوه حد کې وه خو اوس د نهایت ضعف حالت ته رسېدلې او په سلو کې یو هم نه دي پاتې او ظاهري وجود هېڅ نه لري. همداراز د مقاومت په نوم چې څوک په بغاوت لاس پورې کوي دفع شوي او له منځه وړل شوي دي، کوم فزیکي حضور یې موږ نه وینو، نه یې کومه جبهه وینو. د دوی د دفع کېدو لپاره اسلامي امارت قاطع دی. ډېرژر به هرڅه کنټرول او نورمال حالت ته راشي."

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په تازه راپور کې چې د غبرګولي په دولسمه د امنیت شورا ته وړاندې شو راغلي دي، چې د طالبانو واکمنۍ ته اصلي خطر د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د چریکي حملو له خوا متوجه دی.

راپور زیاتوي چې د هوا له تودېدو سره ښايي جګړې زیاتې شي ځکه داعش ډله او د مقاومت ځواکونه دواړه د طالبانو پرضد عملیات کوي.

په راپور کې همداراز یادونه شوې چې داعش او القاعده له ۲۰۲۳ کال مخکې پر نړیوالو اهدافو د حملو توان نه لري.

په امریکا کې د ډیموکراسۍ د دفاع د بنسټ مخکښ کارپوه بیل روجیو هم په دې باور دی، چې د داعش ډلې د حملو تمرکز تر ډېره پر طالبانو دی نه پر نړیوالو اهدافو.

هغه وايي: "د داعش ډلې خراسان څانګه که څه هم د طالبانو لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي، خو لوی ګواښ نه دی. دوی پر سیمو ولکه نه لري او د جنګیالیو شمېر یې لږ دی. دا ډله په طالبانو او ګاونډیو هېوادونو کې د یوه ځوځ حیثیت لري چې تر ډېره پر خپله بقا تمرکز کوي او دومره وخت نه لري چې د لویځ پرضد بریدونه وکړي بلکې هدف یې د طالبانو نسکورول دي."

د ملګروملتونو د کارپوهانو په تازه راپور کې راغلي طالبان په داسې حال کې چې له یوې یاغي ډلې څخه په یوې واکمنې ډلې د بدلېدو لپاره هڅه کوي په دوو ډلو وېشل شوي دي؛ یوه د مصلحت غوښتونکو او بله د تندلارو ډله خو د راپور جوړوونکي وايي چې د تندلارو واک په کې ډېر دی.

راپور زیاتوي، د طالبانو په تحریک کې واک ته له رسېدو وروسته، د خپلمنځي اختلافونو لپاره ګڼ عوامل شته او دا نظر پیاوړې کوي چې د دوی حکومتولي له ګډوډیو ډکه او پاشلې ده او دا لېوالتیا پکې زیاته ده چې له خپلو پالیسیو او ژمنو څخه په شا شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG