د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان زرګونه وسله وال فعال دي


د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، په افغانستان کې دا مهال تر ټولو لویه بهرنۍ ترهګره ډله د تحریک طالبان پاکستان وسله وال دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، د پاکستاني طالبانو وسله وال لا هم د خپلواکې ډلې په توګه فعالیت کوي او له افغان طالبانو سره د یوځای کېدو په پار له هېڅ ډول فشار سره نه دي مخامخ.

امنیت شورا د مې په ۲۶مه په خپل اووه ویشت مخیز راپور کې اټکل کړی، چې د ټي ټي پي له درېیو تر څلور زرو پورې وسله وال د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې شاوخوا فعالیت کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دا خبره نه مني.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د پاکستاني طالبانو هېڅ کس په افغانستان کې نه شته، مونږ دا ژمنه هم کړې چې د افغانستان له خاورې به هېڅ یوه هېواد ته ګواښ پېښ نه شي. د دې لپاره چې مونږ سیمه کې د سولې غوښتونکي یو، نو څو ځله مو د پاکستاني طالبانو او د هغوی د حکومت د خبرو منځګړیتوب کړی دی."

د پاکستاني طالبانو د تحریک مشري دا مهال د مفتي نورولي محسود پر غاړه ده.

محسود څه موده وړاندې د والسټریت ژورنال ورځپاڼې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان د طالبانو له هېڅ ډول مقاومت یا مخالفت سره نه دی مخامخ.

د پاکستاني طالبانو تحریک له پخوانیو جلاشویو ۱۷ ډلو نه جوړ دی چې د امنیت شورا په وینا دغه جلا شوې ډلې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال ترمنځ موده کې سره یوځای شوې.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته پاکستاني طالبانو په پاکستان کې خپل بریدونه ډېر کړي او دغې ډلې په تېره مارچ میاشت کې پسرلني عملیات هم اعلان کړل.

د پاکستان حکومت هم د اپرېل په ۱۷مه په یوه رسمي اعلامیه کې د افغانستان له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي پر ضد جدي اقدامات وکړي او ادعا یې وکړه چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان خونړۍ حملې ترسره کوي.

د طالبانو حکومت دوه اوونۍ وړاندې وویل چې کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او پاکستاني حکومت ترمنځ د خبرو کوربه توب کوي، هغه خبرې چې لنډمهاله اوربند په کې لاسلیک شو.

ټی ټی پي د افغان طالبانو په منځګړتوب حکومت سره اوربند وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

د راپورونو له مخې په افغانستان کې لا هم د پاکستاني طالبانو د تحریک او پاکستاني چاروکو ترمنځ خبرې روانې دي او وروستي پړاو ته نږدې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG