د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

اکانومېسټ: پاکستان طالبانو سره د خبرو حوصله له لاسه ورکولو په حال کې دی


د پاکستان د ملي امنیت پخواني سلاکار معید یوسف په مشري د دې هېواد پلاوی په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام او نورو طالب مشرانو سره د لیدنې پرمهال. 29.01.2022
د پاکستان د ملي امنیت پخواني سلاکار معید یوسف په مشري د دې هېواد پلاوی په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام او نورو طالب مشرانو سره د لیدنې پرمهال. 29.01.2022

اکانومېسټ مجله:

اکانومېسټ مجلې د پاکستان او طالبانو د حکومت تر منځ وروستیو پرمختګونو ته په اشارې لیکلي، پاکستان له طالبانو سره د خبرو حوصله له لاسه ورکولو په حال کې دی.

د مجلې په وینا، د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر چې د طالبانو له واک ته د رسېدو درې اوونۍ وروسته يې کابل ته سفر وکړ، هڅه کوله نړۍ ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان راتلونکی به د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره روښانه وي.

وروسته مجله کې راغلي په داسي حال کې چې امریکا او متحدین یې وروسته له هغه له افغانستانه ووتل چې دا هېواد یې یوې افراطي اسلامي ملېشې ته په لاس ورکړ، خو د پاکستان د ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید خوشبینه وو چې په افغانستان کې به هر څه سم شي.

اکانومېسټ لیکلي، کله چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې ډېری کسان خوشبین وو ځکه پخوانی افغان حکومت چې نور له منځه تللی وو، ګواکې له خپل ګاونډي پاکستان سره مخالف او د پاکستان له سیال هند سره یې نیږدې اړیکې درلودې.

د مجلې په وینا، د افغانستان نوي واکمنان – طالبان - د پاکستان د استخباراتو پخواني ملګري وو او پاکستان له لومړیو کلونو راهیسې له طالبانو سره مرسته کوله، چې مشران یې د اوږدې سخت دريځۍ پر مهال په پاکستان کې اوسېدل.

خو د مقالې په لیکنه د دواړو خواوو تر منځ اړیکې هغه مهال سړې شوې چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې بریدونه زیات شول او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دغو بریدونو پړه پر غاړه واخیسته.

پاکستان ادعا کوي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کېږي.

افغان چارواکو تېره میاشت ادعا وکړه، چې په خوست او کونړ کې د پاکستان په بمباریو کې ملکي وګړي وژل شوي.

پاکستان په رسمي ډول دا بریدونه نه دي تایید کړي خو د بهرنیو چارو وزارت يې په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د طالبانو له حکومته یې په کلکه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد په افغانستان کې دننه سخت اقدامات وکړي.

طالبانو هم خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې دننه د دا ډول بریدونو تکرار به ښې پایلې ونه لري.

بزنس انسایډر:

امریکايي مجلې بزنس انسایډر په یوه مقاله کې لیکلي، چې څنګه پر افغانستان د طالبانو یو ځل بیا واک د یوه رستورانت د څښتن کاروبار ګډوډ کړ او هيڅ هیله يې پاتې نه شوه.

مجله د مجیب الرحمن مصلح کیسه کوي، چې په کابل کې یو کوچنی رستورانت لري خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې ۸۰ سلنه سوداګري له لاسه ورکړې.

هغه بزنس انسایډر ته ویلي، چې د ضعیف مالي وضعیت له کبله اړ شو چې خپل رستورانت وتړي.

ورځپاڼې د مصلح له قوله ویلي، دا مهال افغانان نه شي کولای رستورانونو ته لاړ شي ځکه چې دوی په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

بزنس انسایډر هم د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له قوله ویلي، چې اوسمهال ۹۸ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونه زیات خلک بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG