د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

د پاکستان پوځ: سخت‌دریځو د افغانستان له خاورې له اوښتو وروسته زموږ ۴ سرتېري ووژل


ارشیف
ارشیف

د پاکستان پوځ وايي، پرون سهار سخت‌دریځو د افغانستان له خاورې له اوښتو وروسته په پاکستان کې ۴ سرتېري ووژل.

د پاکستاني طالبانو تحریک د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د پوځ له خبرپاڼې سره سم، برید د شمالي وزیرستان په حسن‌خېل ښارګي کې وشو. دا ښار یو وخت د پاکستاني طالبانو او نورو سخت‌دریځو ډلو مرکز و.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د سخت‌دریځو برید یې ناکام کړی او مرګ‌ژوبله یې وراړولې ده.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې د پاکستاني طالبانو د مرګ‌ژوبلې د شمېر په شمول نور جزئیات نه‌دي څرګند شوي.

د راپورونو له مخې، له دې سره هم‌مهاله په کندهار کې د پاکستاني طالبانو یو مهم غړی حکیم سندي د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو. د سندي په اړه ویل شوي چې پخوا د لشکر جنګوي غړی و، خو وروسته د پاکستاني طالبانو ډلې یا ټي ټي پي ته واوښت.

په وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغان طالبانو د حقاني شبکې په منځکړیتوب له پاکستاني طالبانو سره څو پړاوه خبرې وکړې او د یوې مودې لپاره دواړو خواوو اوربند هم وکړ، خو داسې ښکاري چې دوی د دایمي جوړجاړي پر سر موافقې ته په رسېدو نه‌دي بریالي شوي.

په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکو او همداراز داعش حملې هم ډېرې شوې دي.

د پاکستان حکومت پخوا د افغانستان حکومت او هند د بلوڅو بېلتون غوښتونکو او همداراز د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورناوه ،خو اوس چې طالبان په افغانستان کې واک په لاس کې لري، په دې اړه چې څوک د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي، ډېر څه نه‌وايي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG