د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

جېمز ټاون فاونډېشن: افغانستان تراوسه پاکستاني طالبانو ته خوندي ځای دی؟


ارشیف، پاکستاني طالبان
ارشیف، پاکستاني طالبان
  • ټورنټو سټار

له کاناډا خپریدونکې ټورنټو سټار ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې چې افغان خبریالانو د کاناډا د ارزښتونو دفاع کړې او اوس زموږ حکومت باید د هغو د ساتلو لپاره اقدام وکړي، لیکي:

په تېره اګسټ میاشت کې د طالبانو له خوا د کابل نیولو زموږ پر نړۍ یو سیورۍ وغوړاوه، د هغو زړورو افغانانو په څېر چې په یوه یا په بله بڼه یې په افغانستان کې د لویديځو هېوادونو د هڅو ملاتړ کاوه، بل هېڅ چا دغه تیاره دومره نه ده احساس کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه په دې ډله کې افغان خبریالانو ډېره ونډه اخیستې. دغو خبریالانو د کابل تر سقوط پورې د بېلابېلو پېښو په اړه راپورونه ورکول او د کاناډا په څېر یې د لویدیځو هېوادونو د رسنیو ملاتړ کاوه.

دوی په دې برخه کې ډېر مهم رول لوبولی او خپل کار ته یې د خطرونو سره-سره چې دوی ته د ځان، غچ اخېستنې او شکنجې په برخو کې متوجه و، دوام ورکړی دی.

د ټورنټو سټار په لیکنه د کاناډایانو په توګه موږ د دغو خبریالانو زښت زیات پوروړي یو، خو لا د دغو په زرګونو خبریالانو په اړه تراژیدي په خپل حال پاتې ده.

دغه خبریالان چې ډېری یې له افغانستانه وتلي یا په زوره وتلو ته اړ کړای شوي، اوس په موقت ډول په پاکستان او نورو هېوادونو کې اوسيږي.

ټورنټو سټار لیکي:

یو شمېر دغو خبریالانو له کاناډا د مرستې غوښتنه کړې چې ورته پناه ورکړي، خو تر اوسه موږ په دې کار کې پاتې راغلي یو.

  • جېمز ټاون فاونډېشن

ایا افغانستان تر اوسه د پاکستاني طالبانو لپاره یو خوندي ځای دی؟ نړیوال څېړنیز بنسټ، جېمز ټاون فاونډېشن، په خپله وېبپاڼه کې تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې ليکي:

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او د ۲۰۲۱م زېږديز کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې لپاره امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی دی.

د هغې ډلې چې د ۲۰۱۴م زیږدي کال په جون میاشت کې د پاکستان د پوځ له خوا پرې له عملیاتو وروسته یې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ځان لپاره مرکزونه جوړ کړل.

دغه مرکزونه د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو او دغه را د نړیوالو ځواکونو تر حملو لاندې و.

د پولې بلې غاړې ته هم د پاکستان پوځ دا ډله د حملو لپاره په نښه کړي وو.

د جېمز ټاون فاونډیشن په لیکنه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د تحریک طالبان د ډلې ډېر لوړ پوړي قوماندانان ووژل شول او یو شمېر یې هم د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د ځواکونو له خوا ونیول شول، خو د لیکنې په وینا وروسته له هغې چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه ووتل او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د دې هېواد وسله وال ځواکونه ړنګ شول، ظاهراً په افغانستان کې د تحریک طالبان ډلې د خوندي ځایونو لپاره نور امنیتي ګواښ نه تر سترګو کېږي. دغه رامنځته شوي وضعیت ته پام دغې ډلې هم په پاکستان کې دننه ترورستي حملې زیاتې کړي دي.

جېمز ټاون فاونډېشن لیکي:

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د پاکستان د پرله پسې غوښتنو سره-سره یې د تحریک طالبان ډلې پر وړاندې چې ورسره له کلونو راهیسې نژدې اړیکې پالي، نه یوازې دا چې اقدام نه دی کړی بلکې لا یې د هغې ملاتړ کړی دی.

په دې موده کې د پاکستان حکومت توانیدلی چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب له دې ډلې سره د سولې خبرې مخ ته یوسي چې یوازینۍ نتیجه یې یو موقت اوربند و چې هغه هم د تېر کال د ډسمبر په نهمه نېټه پای ته ورسېد.

د جېمز ټاون فاونډېشن په لیکنه د تحریک طالبان ډله په افغانستان کې په خپل اوسني موقف له سره غور کوي او د پاکستان پوځ هم د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره پر پلانونو او په دوام کې لیکي:

په پاکستان کې دننه د دغې ډلې له خوا په تروریستي حملو کې زیاتوالی به دغه راز د افغان طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ پر راتلونکو اړیکو هم اغېز ولري.

XS
SM
MD
LG