د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

پاکستاني چارواکی: داعش موږ ته د پاکستاني طالبانو په نسبت ستر ګواښ دی


په پېښور کې د شیعه مسلمانانو پر جومات ځان وژونکی برید چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې واخیست.
په پېښور کې د شیعه مسلمانانو پر جومات ځان وژونکی برید چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې واخیست.

پاکستان د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې له لوري له مخ په زیاتېدونکي ګواښ سره مخامخ دی.

د اسلامي دولت ډله چې په لومړي ځل په ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې راڅرګنده شوه، خپل فعالیت‌یې د دې هېواد په پولو پورې محدود کړی و او د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې په جګړې سربېره‌یې له خپلې سیالې ډلې، طالبانو سره هم جګړه کوله، خو له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، داعش ډله په دې هېواد کې کمزورې شوې او د چارو د کتونکو په باور د جګړې مخه‌یې اوس پاکستان ته اړولې ده.

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د څو خونړیو بریدونو مسؤلیت واخیست چې وروستۍ بېلګه‌یې د مارچ په ۴مه په پېښور کې د شیعه مسلمانانو پر جومات ځان وژونکی برید و چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۶۴ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول. دا په نږدې څلورو کلونو کې په پاکستان کې تر ټولو لویه خونړۍ حمله وه.

پېښور کې پر جومات حمله کې د یو شمېر وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي
پېښور کې پر جومات حمله کې د یو شمېر وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي

د چارو پوهان په دې باور دي چې داعش اوس په افغانستان کې له خپلو اډو وځي او د پاکستان په لویو ښارونو کې کوچنۍ ډلې ځای پر ځای کوي.

نوموتي ژورنالېست او د سیاسي چارو کتونکي سمېع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، داعش کومه سیاسي اجنډا نه‌لري او له همدې امله دا ډله پر تاوتریخوالي تکیه کوي او هغه‌یې د ژوندي پاتې کېدو یوازنۍ وسیله ده.

هغه زیاته کړه، په پاکستان کې دننه د دې ډلې مخ په زیاتېدونکي بریدونه د دې ښکارندویي کوي چې دا ډله له تاوتریخوالي څخه په استفادې غواړي په صحنه کې پاتې شي.

د ښاغلي یوسفزي په وینا د داعش کوچنۍ ډلې د افغانستان په ختیځو غرنیو سیمو کې د اوسېدو پر ځای د پاکستان په ګڼ مېشتو ښارونو کې په اوسېدو سره د ژوندي پاتې کېدو ښه چانس لري.

د چارو بل کتونکی عبدالسعید وایي، پاکستاني چارواکي د پاکستان د طالبانو د تحریک په پرتله چې د داعش په نسبت‌یې تېر کال په پاکستان کې د ډېرو حملو مسؤلیت اخیستی، د داعش حملو ته له دې پلوه ډېره اندېښنه لري چې دا ډله تر ډېره ملکیان په نښه کوي.

ارشیف، یو شمېر وسله‌وال پاکستاني طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال پاکستاني طالبان

د سعید په خبره پاکستاني طالبان په خېبر پښتونخوا ایالت کې معمولاً پاکستاني امنیتي ځواکونه په نښه کوي، خو داعش بیا په سیمه کې نرم هدفونه په نښه کوي چې ملکي عادي وګړي یې قربانیان دي.

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې له لوري د حملو زیاتوالي د خېبر پښتونخوا ایالت د پولیسو لوی مشر معظم جا انصاري دې ته اړ کړ چې دا څانګه د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په نسبت د دې ایالت سولې او امنیت ته ستر ګواښ وګڼي.

د سعید په خبره د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې ډېر غړي د پاکستاني طالبانو هغه پخواني غړي دي چې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې یې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه رامنځته کړه.

پاکستانی ژورنالېست حامد میر وایي، د داعش د ګواښ زیاتېدا د دې څرګندونه کوي چې اسلام‌اباد د ترهګرو ډلو په ځپلو کې پاتې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG