نړۍ
د پېښور په جومات کې چاودنه؛ د وژل شویو شمېر ۶۲ ته ورسېد

د پېښور په یوه جومات کې د مارچ پر څلورمه تر سره شوي ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېره لږ تر لږه ۶۲ ته رسېدلې ده.
دا ځانمرګې حمله له قصه خوانۍ بازار سره نېږدې په کوچه رسالدار کې د اهل تشیع په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې وه.
د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم پرون د ازادي راډیو ته تائید کړه چې د مړو شمېر د شنبې په ورځ ۶۲ ته رسېدلی او ۲۰۰ تنه نور ټپيان دي.
عاصم زیاته کړه چې د ۳۷ ټپیانو حال ښه نه دی.
اسوشیتید پرېس راپور ورکړی چې داعش یا اسلامي دولت ډلې تر برید یوه ورځ وروسته ادعا وکړه چې دا حمله د دوی یوه افغان بریدګر ترسره کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په قزاقستان کې د یو سیاسي ګوند ۱۴ فعالان نيول شوي

پولیسو د قزاقستان په پلازمېنه استانه او د دې هېواد په لوی ښار الماتي کې د الګا په نوم د یو ناراجستر شوي سیاسي ګوند ۱۴ فعالان نیولي دي.
د ازادي راډیو د قزاستان د برخې د راپور پر بنسټ، دغه کسان پرون نیول شوي دي.
په الماتي کې مېشت د بشري حقونو مدافع باخیتجان تورګوژینا نن خبریالانو ته ویلي، دغه نیونې د دې ګوند له خوا د پلان شویو لاریونونو د مخنیوي په موخه شوي.
د هغه په خبره، لاریونونه د استانې د اوسنۍ نړیوالې دوه ورځنۍ ناستې سره هممهاله پلان شوې وو.
په ياده ناسته کې ګډونوالو د اقلیمي تغیراتو، خوراکي خوندیتوب او انرژۍ په ګډون په نورو مسایلو هم خبرې کړي دي.
په اروپايي ټولنه کې د اوکرایني کډوالو د دایمي منلو لپاره د چمتووالي غوښتنه وشوه

د اروپایي ټولنې د اساسي حقونو اداره وایي، د دې ټولنې غړي باید د اوکرایني کډوالو دایمي منلو ته چمتو شي.
دې ادارې په خپل کلني راپور کې چې پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې خپور شو وویل چې له دې کډوالو سره چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي سمې مرستې وشي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، د ۲۰۲۲م کال د فبروري له وروستیو راپه دې خوا شاوخوا اته میلیونه او درې لکه اوکراینیان له خپل هېواده وتلي چې له دې ډلې څخه څه باندې پنځه میلیونه یې د اروپایي ټولنې په څو هېوادونو او سویس او ناروې کې په موقتي ویزو ژوند کوي.
د اوکراین ولسمشر د خرسون سېلاب ځپلې سیمې ته ورغلی

روسي ځواکونو لږ وروسته تر دې د خرسون سېلاب ځپلي سیمې پرون وویشتې چې د اوکراین ولسمشر دې سیمې ته ورغی.
ولودومیر زیلینسکي پرون د ژغورونکو هڅې له نږدې ولیدې.
ژغورونکي هڅې کوي چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د دنیپر پر سیند د لوی نړېدلي بند له امله په سېلابونو کې ایسار شوي دي.
د ازادي راډیو یوه خبریال له سیمې راپور ورکړ چې د ماسپښین له دوو بجو وروسته د خرسون په کورابل سیمه کې څو سترې چاودنې واورېدل شوې.
د دې سیمې د پوځي ادارې مشر الکساندر پروکودین وایي چې روسیي ځواکونو د خرسون ساحلي سیمې او د ښار منځ په نښه کړ.
محکمې د قتل په یوه دوسیه کې د عمران خان ضمانت ومانه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې عالي محکمې پرون د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکیني صدراعظم عمران خان ضمانت د قتل په یوه دوسیه کې ومانه.
د عمران خان مدافع وکیل وویل چې دا په دې معنا ده چې په راتلونکو څوارلس ورځو کې د دې قضیې په تړاو څوک عمران خان نه شي نیولی.
عمران خان د مې په نهمه د درېیو ورځو په مخه توقیف شو چې له امله یې په پاکستان کې پراخې خونړۍ مظاهرې وشوې.
پر ده په لسګونه تورونه لګېدلي دي.
عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان صدراعظم شو او پروسږ کال پارلمان د عدم اعتماد رایه ورکړه.
ده یو شمېر پوځي چارواکي تورن کړي چې دی یې له واکه لرې کړی او د ده د وژلو هڅې یې کړې دي.
پوځ دا تورونه بې بنسټه بللي دي.
فرانسوي پولیسو د انيسي پېښې يو بريدګر نيولی

فرانسوي چارواکي وايي، هغه برید کوونکی يې نیولی چې په انیسي ښار کې يې نن د جون ۸ مه ماشومان او یو شمېر نور کسان په چاقو ټپیان کړل.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمنین نن وویل، دا پېښه د انیسي ښار په یوه میدان کې رامنځته شوې ده.
دارمنین په یوه ټویټ کې ویلي، پولیسو برید کوونکی نیولی، خو د هغه د هویت په اړه يې څه نهدي ویلي.
د سیمې یو قانون جوړونکي انتوان ارماند په یو ټویټ کې ویلي، چې پر ماشومانو د لوبو پر مهال برید شوی دی.
محکمې تر ۱۴ ورځو د عمران خان د نه نيونې ضمانت منلی

د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان مدافع وکیل ګوهر خان وايي، نن د جون ۸مه یې د اسلاماباد له سترې محکمې څخه تر ۱۴ ورځو پورې د عمران خان د نه نیول کېدو ضمانت ترلاسه کړ.
عمران خان د قتل تر څنګ په ځينو نورو قضیو کې هم په لاس لرلو تورن شوی دی.
تر ۱۴ ورځو د عمران خان د نه نیونې ضمانت
خان بیا دغه تورنه رد کړي او سیاسي توطیې یې بللې دي.
عمران خان د می په نهه ونیول شو او تر درې ورځیني بند وروسته په ضمانت خوشې شو.
د هغه پلویانو د ده د نیول کېدو په اعتراض کې په تاوتریخوالی لاس پورې کړ او د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په ګډون یې په یو شمېر ښارونو کې پر عامه او پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.
هغه په لاهور له خپله کوره پلازمېنې اسلاماباد ته تللی و چې په نورو قضیو کې خپل ضمانت وغځوي او د بیا نیول کېدو څخه د مخنیوي په خاطر د قتل په نویو قضیو کې ضمانت وغواړي.
روسيې پر اوکراين د يو مهم بند د ويشتلو تور پورې کړ

روسیې نن د ملګرو ملتونو په یوه عالي محکمه کې پر اوکراین تور پورې کړ، چې یو مهم بند یې په توپونو ویشتلی او نړولی دی.
روسیې تور پوري کړی چې د نازیانو د مفکورې پلویان د کیيف مشري کوي.
د عدالت نړیوالې محکمې قاضیانو ته، د مسکو دا څرګندونې په داسې حال کې رسېدلي دي چې دې هېواد د اوکراین هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې روسیې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د اوکراین په خیتځ کې د بېلتون غوښتونکو په ملاتړ سره د ترهګرۍ پر ضد له قوانیو سرغړونه کړې ده.
بل لور ته، اوکراین د بند د نړېدو پړه پر روسیې اچوي.
پر دنیپر سیند د نوا کاخوفکا بند له نړېدو وروسته د سېلابونو له امله زرګونو کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د برښنا دغه بند دوه ورځې وړاندې ونړېد.
کرکټ؛ د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه روانه ده

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولیو پایلوبه د جون په ۷مه نېټه د انګلستان په اوول لوبغالي کې پيل شوې ده.
په دې پایلوبه کې هندوستان د اسټرالیا پر وړاندې سیالي کوي.
د پایلوبې پچه هندوستان ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې ده.
د لومړۍ ورځې تر پایه ۸۵ اورونه لوبه وشوه، چې اسټرالیا د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۷ منډې کړې وې.
د اسټرالیا لپاره ټریویس هېډ په ۱۶۳ او سټیف سمېت بیا په ۱۲۱ منډو خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.
په هندي توپ اچونکو کې محمدسراج، محمدشامي او شردول ټاکور دوه دوه لوبغاړي سوځولي دي.
نن د دې سیالۍ دویمه ورځ ده چې اسټرالیا لا هم خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي او د غرمې ډوډۍ تر دمې پورې یې ۷ لوبغاړي سوځېدلي او ۴۲۲ منډې یې کړې دي.
د ايران ولسمشر د لاتيني امريکا يو شمېر هېوادونو ته سفر کوي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به راتلونکې اوونۍ له کیوبا، نیکاراګوا او وینزویلا څخه کتنه ترسره کړي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د رییسي سفر د لاتیني امریکا دغو هېوادونو ته د هغوی د ولسمشرانو په بلنه ترسره کېږي.
د راپور له مخې ټاکل شوې چې، د رییسي په دې سفر کې به چې نوموړی یې په نیت د جون په ۱۱مه له تهرانه روانېږي، د ایران او د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، سیاسي او علمي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا سندونه هم لاسلیک شي.
د سیمې درې واړه هېوادونه چې کین اړخي رژیمونه یې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي، د ایران نږدې متحدین بلل کېږي.
ایران او وینزویلا د اوپیک یا د تېلو د تولید او صادراتو د سازمان غړي دي.
په کراچۍ کې اختطاف شوی خبريال 'زبير انجم' بېرته خوشې شوی

په کراچۍ کې د زبیر انجم په نوم یو ځایي خبریال تر ۲۴ ساعته اختطاف وروسته بېرته خوشې شوی دی.
د ازادي راډیو مشال څانګې د دغه خبریال د ورور وجاهت انجم په حواله ویلي، یاد خبریال د جون په شپږمه د شپې یوه بجه نامعلومه کسانو د پولیسو په موټرو کې په زور له ځان سره بوته، خو پرون یې بېرته خوشې کړ.
د کراچۍ پولیسو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.
د زبیر انجم له تښتونې وروسته خبریالانو په کراچۍ کې مظاهره هم وکړه.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم خبریالان تښتول شوي، چې ځینې بېرته خلاص او یو شمېر یې لا هم تري تم دي.