د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

ملګري ملتونه: تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې کابو ۴۰۰ ملکیان وژل شوي


ارشیف،جلال اباد کې یو تن وژل شوی ملکي کس
ارشیف،جلال اباد کې یو تن وژل شوی ملکي کس

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې پرون دوشنبې (د کب ۱۶مه) وویل، د ۲۰۲۱م زیږدیز کال د اګسټ په نیمايي کې د طالبانو له واک ته رسېدو را وروسته په افغانستان کې نژدې ۴۰۰ ملکیان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو پر اساس، د دغو کسانو اکثره د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې 'مېشل باچه لې' په جنیوا کې د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، د داعش یا اسلامي دولت په غړیتوب ۵۰ تنه تورن کسان هم وژل شوي چې د ځینو سرونه غوڅ کړای شوي او جسدونه یې غورځول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشره 'مېشل باچه لې'
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشره 'مېشل باچه لې'

میشل باچه لې دا څرګندونې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړي غونډه کې وکړې. په دې غونډه کې د اوکراین پر وضعیت هم خبرې وشوې.

له کله چې طالبانو واک ترلاسه کړی په جوماتونو کې ګڼې انتحاري حملې شوي دي. په اکتوبر میاشت کې په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې انتحاري برید ۴۱ تنه ووژل. د اکتوبر د میاشتې په یوه بله انتحاري حمله کې چې د کندز د سیداباد په جومات کې وشوه، ۱۴۳ تنه ووژل شول.

اسلامي دولت یا داعش د دغو بریدونو مسوولیت ومانه. دې ډلې د پاکستان د وروستۍ حملې مسوولیت هم په غاړه واخیست.

د تېرې جمعې په ورځ د پېښور په رساله دار کوڅه کې د شیعه ګانو په جومات کې د انتحاري برید او ډزو په نتیجه کې تر ۶۰ ډېر کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ژوبل شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړي غونډه کې د طالبانو له لوري د ښځینه فعالانو د بې درکه کېدا یادونه هم وشوه.

XS
SM
MD
LG