د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

سرچینه: پاکستان 'TTP'سره د خبرو لپاره په پټه یو پلاوی افغانستان ته لېږلی


پاکستاني طالبان
پاکستاني طالبان

افغانستان ته د پاکستان د حکومت له خوا په پټه استول شوي پلاوي په پکتیکا ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له مشر نور ولي مسعود او د دې ډلې د مشرتابه شورا له نورو غړیو سره څو ورځې خبرې ترسره کړي، څو د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرې بېرته را ژوندۍ کړي.

دا خبره یو شمېر سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته کړې ده.

پاکستاني طالبانو له هغه موقت اوربند وروسته چې د تېرکال په ډسمبر کې پای ته ورسېد، د پاکستان پر پوځ او پولیسو حملې زیاتې کړي دي.

دغو سرچینو د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دغه پلاوی چې ترکیب کې یې په پاکستان کې د پښتنو بانفوذه قومي مشران شامل و، د جنوري په نهمه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته تللی او دوه ورځې یې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره درې، څلور ځلي خبرې ترسره کړي.

دغو سرچینو دغه راز ویلي چې د تحریک طالبان مشرتابه هم د دغه پلاوی تود هرکلی وکړ او دوه پسونه یې ورته حلال کړي و.

د دغو سرچینو په حواله خبرې پردې څرخېدې چې په څه ډول کیدای شي، مات شوی اوربند وغځول شي او هم د تحریک طالبان د ډلې له خوا د ۱۴ کلن تاوتریخوالي د پای ته رسېدو د یوې حل لارې د موندلو لپاره خبرې دوام ومومي.

په دې موده په پاکستان کې په حملو او بم چاودنو کې چې د ډېرو مسولیت یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی، په زرګونو کسان وژل شوي دي.

د دواړو لورو ترمنځ خبرې د افغان طالبانو چې له پاکستاني طالبانو سره له اوږدې مودې راهیسې نژدې اړیکي لري، په منځنګړیتوب ترسره شوي دي.

ویل شوي چې پاکستاني پلاوی دغه راز کابل ته هم تللی او هلته یې د حقاني شبکې له جګپوړیو غړیو سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرو کې مهم رول لوبولی دی، خو دغو سرچینو ویلي چې کابل ته تللي پلاوي له حقاني سره نه دي لیدلي او د نه لیدو دلیل یې هم نه دی څرګند کړی.

ویل شوي چې پاکستاني پلاوی دغه راز کابل ته هم تللی او هلته یې د حقاني شبکې له جګپوړیو غړیو سره کتلي
ویل شوي چې پاکستاني پلاوی دغه راز کابل ته هم تللی او هلته یې د حقاني شبکې له جګپوړیو غړیو سره کتلي

د تېر کال په نوومبر میاشت کې افغان طالبانو د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د یو میاشتني اوربند د ټینګېدو لپاره خبرو کې چې څو اوونۍ یې دوام کړی و، منځګړیتوب کړی و، خو دغه اوربند د تېر کال د ډسمبر په نهمه وروسته له هغې پای ته ورسېد چې د سولې خبرې په پاکستان کې د دغې سخت دریځې ډلې د حملو له یوې نوې څپې سره پای ته ورسېدې.

دواړو لورو له یو بله ځینې غوښتنې مطرح کړې چې د ډېرو په عملي کېدو کې یې پاتې راغلي و.

د پاکستان د حکومت یوه چارواکي د خپل نوم پټ ساتلو په شرط چې د خبرو کولو اجازه یې نه درلوده، ازادي راډیو ته تایید کړه چې د پاکستان پوځ د تحریک طالبان له ډلې سره د خبرو لپاره یو پلاوی په پټه افغانستان ته استولی و. پاکستاني طالبانو تراوسه په دی اړه تبصره نه ده کړې.

په اسلام اباد کې مېشت د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ تېر۲۰۲۱ کال په پاکستان کې د سخت دریځو وسله والو له خوا ترسره شوې ۲۹۴ حملې ثبت کړې وي چې دا د وړم کال په نسبت په شخړو کې ۵۶ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.

XS
SM
MD
LG