د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

پاکستان: بلوچستان کې پر پوځ خونړي برید کوونکي له افغانستانه راغلي وو


د بلوچستان هغه سیمه چې برید پرې شوی
د بلوچستان هغه سیمه چې برید پرې شوی

پاکستان چې خپله افغانستان کې له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی، ادعا کوي چې افغان خاوره یې پرضد کارېږي.

د پاکستاني حکومت د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید جیو نیوز سره خپله نوې مرکه کې ادعا کړې چې بلوچستان کې پر پوځي اډو برید کوونکي له افغان خاورې ور اوښتي وو.

دی تور لګوي چې د برید کوونکو کمپونه د افغانستان په ننګرهار، خوست، پکتیا، نورستان او کونړ ولایتونو کې دي.

د پاکستاني حکومت د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید
د پاکستاني حکومت د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید

رشید وايي: "له افغانستان را اوړي او بېرته ځي. هغه سیمې چې ماوښودې، پولې ته نږدې دي. دوی پاکستان کې هم وسله‌وال لري، خو کومې دوه لویې حملې چې شوي، برید کوونکي یې بېرته تللي."

پاکستاني حکومت وړاندې تور پورې کاوه چې د افغانستان د ملي امنیت پخوانۍ اداره یا NDS او د هند استخبارات یا RAW د هغو ډلو ملاتړ کوي چې پاکستان کې حملې کوي، خو کله چې له شیخ رشید پوښتنه وشوه چې اوس خو طالبان واکمن دي، ولې د دې ډول بریدونو مخه نه نیول کېږي؟

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دې پوښتنې ته روښانه ځواب و نه وایه، خو دومره یې وویل، طالبان له دوی سره ډېرې ښې اړیکې لري او ډېره همکار کوي.

شېخ رشید له افغانستانه پاکستان ته د وسلو قاچاق هم تایید کړ او زیاته یې کړه، پاکستاني طالبانو ته هم له ناټو پاتې شوې وسلې په لاس ورغلي.

خو په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ادعا ردوي چې ګنې افغان خاوره یې پر ضد کارېږي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې دا د پاکستان کورنۍ مساله وبلله او زیاته یې کړه، هېڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد فعالیت وکړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

کریمي زیاته کړه: "د پاکستان ستونزې خپلې دي، ولې اسلامي امارت ژمنه کوي چې د افغانستان له خاورې به بل هېڅ کوم هېواد ته ګواښ نه متوجه کېږي."

طالبان چې ادعا کېږي پاکستان سره خورا ډېرې نږدې اړیکي لري، لېرې ښکاري چې پر پاکستاني عسکرو له افغان خاورې برید کوونکو ته اجازه ورکړي.

د دې ترخوا د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم، په افغانستان کې هغه څېرې هم نښه شوي چې د پاکستاني حکومت ضد فعالیتونه یې کول.

له دوی بلوڅ بېلتون‌پال عبدالرازق په کابل کې او د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په ننګرهار کې وژل شوي دي.

تازه داسې راپورونه هم شته چې طالبانو پلازمېنې کابل او ځینې نورو ولایتونو یو شمېر بلوڅ کډوال نیولي او نامعلوم لوري ته یې وړي دي.

طالبان په دې اړه چوپ دي.

XS
SM
MD
LG