د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

معید یوسف: لاهم د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي


د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار
د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار

داسې مهال چې پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې، له ترهګرۍ په ملاتړ او افغانستان ته د ترهګرو په استولو تورن دی، د ملي امنیت سلاکار یې وايي، لا هم افغان خاوره د دوی پرضد کارول کېږي.

معید یوسف د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) د ملي شورا د بهرني کمېټې په یوه غونډه کې ویلي، د افغانستان په سرحدي سیمو کې منظمې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

ښاغلي یوسف د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو په اړه ویلي، پاکستانی دولت جنګ ځپلي افغانستان ته د طالبانو د بیا راتګ په اړه بشپړ خوښ نه دی.

د طالبانو حکومت بیا د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار د څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغان خاوره د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او دا اندېښنې د پاکستان د کورنيو ستونزو پایله بولي.

پاکستانی دولت جنګ ځپلي افغانستان ته د طالبانو د بیا راتګ په اړه بشپړ خوښ نه دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت موقف او پالیسي دا ده چې د افغانستان له خاورې څخه بل کوم هېواد ته ګواښ او ستونزه نه متوجه کېږي. کومې ستونزې چې شتون لري هغه دننه د پاکستان کورنۍ ستونزې دي، زموږ هیله دا ده چې هغه هم حل شي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

معید یوسف داسې مهال له افغان خاورې د پاکستان ضد ګټې اخېستو او له طالبانو د خپلو کمو هیلو په اړه غږېږي چې وروستیو کې له ډېورنډ کرښې هاغاړه پر پاکستاني عسکرو بریدونه زیات شوي.

هلته د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو په بېلابېلو پېښو کې نږدې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.

پاکستان تمه لري چې د طالبانو حکومت به د پاکستاني طالبانو یا 'TTP' او حکومت ترمنځ یو جوړ جاړي ته د رسېدو برخه کې رول ولوبوي.

په دې اړه څو ځله پټې او ښکاره ناستې هم شوي، خو ښکاري چې پایله یې نه ده ورکړې، ځکه 'TTP' یو میاشتنی اوربند پای ته رسولی او پر پاکستاني عسکر یې مرګوني بریدونه پیل کړي، خو داسې مهال چې ادعا کېږي طالبان پاکستان سره نږدې اړیکې لري.

  • ایا د افغانستان خاوره د پاکستان لپاره په یوه ګواښ بدلېدای شي؟

شنونکی عبدالباري عارض همدې پوښتنې ته ځواب وايي: "طالبان هغه کسان نه دي چې د پاکستان پر وړاندې درېدلي وي او یا ودرېږي. تېرو شلو کلونو کې طالبان له پاکستان په لوڅو او پټو اړیکو تورن وو. مطلب مې دا دی چې پاکستان او طالبان اوږد مهال تودې اړیکې سره لري."

شنونکی عبدالباري عارض وايي، په تېرو شلو کلونو کې طالبان له پاکستان په لوڅو او پټو اړیکو تورن و
شنونکی عبدالباري عارض وايي، په تېرو شلو کلونو کې طالبان له پاکستان په لوڅو او پټو اړیکو تورن و

له بله پلوه بیا ښکاري چې د پاکستاني حکومت سیاست او چارواکي هم د افغانستان په اړه یوه خوله نه دي، ځکه پاکستانی صدراعظم عمران خان د خپل لوړپوړي سلاکار د خبرو په خلاف دریځ لري.

هغه په خپله نوې مقاله چې چینايي ورځپاڼې "ګلوبل ټایمز" خپره کړې لیکلي، افغانستان کې د تېرو شلو کلونو بې‌ثباتي او کړکېچ پای ته رسېدلی او په سیمه کې د سولې د راتګ هیله شته.

پاکستاني صدراعظم زیاته کړې: "دا زموږ مشترک نظر دی چې سویلي اسیا کې تل‌پاتې امن په سیمه کې د سټراټیژیک توازن په ساتلو پورې تړلی دی."

پاکستانی صدراعظم عمران خان د خپل لوړ پوړي سلاکار د خبرو په خلاف دریځ لري.
پاکستانی صدراعظم عمران خان د خپل لوړ پوړي سلاکار د خبرو په خلاف دریځ لري.

عمران خان یو ځل بیا د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشارې دې هېواد کې د اقتصادي سقوط او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې په همکارۍ هم ټینګار کړی.

پاکستان داسې مهال د افغانستان له خاورې د اندېښنې غږ پورته کوي چې هېواد یې د ترهګرو د ملاتړ له امله د نړیوال بانک په خړ نوملړ کې دی او ترخوا یې د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو تل له ترورېزم په ملاتړ تورن کړی دی.

XS
SM
MD
LG