د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

قریشي: د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم ستونزه طالبانو سره له ډپلوماټیکو لارو حلوو


د ډیورند پر کرښه اغزن سیم
د ډیورند پر کرښه اغزن سیم

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغانستان سره د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم د نصبولو پر وړاندې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او ادعا یې وکړه چې ځینې افراد چې نوموړي شر اچونکي وبلل، غواړي چې له دغه وضعیته ناوړه ګټه پورته کړي.

قریشي زیاته کړه: "موږ بوخت یو او له ډپلوماټیکو لارو ځینې ستونزې چې پیدا شوي، هغه له منځه وړو. ځینې افراد شته چې غواړي دا مساله لویه کړي. دې برخه کې شر اچونه د پاکستان په ګټه نه ده، خو له هغه څه به چې زموږ ګټې په کې نغښتې وي، ساتنه وکړو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

ښاغلي قریشي د هغې ویډیو په اړه چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې او په کې ښکاري چې طالبان اغزن سیم ویجاړوي، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دغه ویډیو کې ادعا شوې چې اغزن سیم د افغانستان د خاورې دننه نصب شوی و.

د طالبانو د حکومت چارواکي د ازادي راډیو له پرله پسې تماسونو سره-سره حاضر نه شول چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د دغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښیي.

خو څو رسنیو د طالبانو د دفاع وزارت د ویاند عنایت الله خوارزمي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، پاکستان حق نه لري چې پوله وویشي. هغه دغه اقدام یو نامناسب حرکت او د قانون خلاف یاد کړی دی.

له بلې خوا د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي، د دې اړتیا نشته چې پاکستان د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم غزولو او امنیتي موانعو جوړولو لپاره اقدام وکړي، ځکه د ده په وینا د ډیورند مساله تر اوسه نه ده حل شوې. پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان له خوا په سرحدي سیمو کې د اغزن سیم غزول او امنیتي موانعو جوړول په افغانستان کې د تېر حکومت په دوره کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلو اړیکو یو اصلي ټکی و.

په تورخم کرښه کې طالبان او پاکستاني ځواکونه
په تورخم کرښه کې طالبان او پاکستاني ځواکونه

د طالبانو چارواکي هم لکه د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو په څېر، د ډیورند کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه ساختګي پوله بولي، خو پاکستان هغه له افغانستان سره رسمي پوله ګڼي او تل یې ټینګار کړی چې د تاریخ دا پاڼه اړول شوې.

د ډیورڼد معاهده په ۱۸۹۳ کال د افغانستان د وخت د پاچا امیر عبدالرحمن خان او د بریتانوي هند د بهرنیو چارو د وزیر مورتیمیر ترمنځ لاسلیک شوې.

پاکستان د دې ۲۶۰۰ کیلومتره پولې په ډېره برخه کې اغزن سیم غزولی او ویلي یې دي چې دا کار به د امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي او یو د بل خاورې ته به د سخت دریځو وسله والو د اوښتو مخه ونیسي.

د دې هېواد چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې پر دې پوله د امنیتي موانعو د جوړولو کار په سلو کې نوي بشپړ شوی دی.

د پاکستان د دغه اقدام پر وړاندې افغانستان تل خپل د اعتراض غږ اوچت کړی دی.

XS
SM
MD
LG