د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د پولو امنیت او د ګاونډیو اندېښنې


طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د پولو امنیت او د ګاونډیو اندېښنې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:29:28 0:00

پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې په وروستیو زیاتیدونکو بریدونو کې د پاکستان د طالبانو د تحریک هغه وسلوال ښکلیل بللي چې د دوی په ادعا له افغانستان څخه ور اوړي. پاکستاني چارواکو د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال هم له ډیورنډ کرښې څخه د وسلوالو د وراوښتلو ادعا کوله او هغه مهال پاکستان کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانۍ اداره ددې وسلوالو په ملاتړ تورنیده. خو اوس نه افغانستان کې پخوانۍ د ملي امنیت اداره او نه هم جمهوري نظام پاتې دي، بلکې افغانستان کې هغه طالبان واکمن دي چې پاکستاني چارواکو یې واک ته په رسیدو خپله خوښي نه ده پټه کړې. نو بیا ولې پخوانۍ ادعاوې؟ د طالبانو حکومت همدارنګه د افغانستان شمالي پولو ته هم اضافي ځواکونه استولي او د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو حکومتونو له افغانستان څخه د دوی امنیت ته د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي بیا په ټینګار وايي، چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي یا د نړۍ د بل هېواد پر ضد وکاروي. ددې اونۍ په مثلث کې د افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته د وسلوالو د ور اوښتلو په اندېښنو، د افغانستان د پولو په امنیت او اړوند مسالو د مشال راډیو څخه احمد الله، د ازادي راډیو له تاجیکي څانګې څخه مومن احمدي او له ازادي راډیو څخه اجمل اند خپلو کې بحث کوي

XS
SM
MD
LG