د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

ایا د طالبانو حکومت د پاکستان تر اغېز لاندې دی؟


افغانستان کې له طالب چارواکو سره د معید یوسف په مشرۍ د پاکستاني چارواکو لیدنه
افغانستان کې له طالب چارواکو سره د معید یوسف په مشرۍ د پاکستاني چارواکو لیدنه

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغه هېواد ته د پاکستاني چارواکو، سیاسیونو او ان خبریالانو تګ راتګ ډېر شوی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي، دا سفرونه له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره کابل او ولایتونو ته کېږي، خو ځیني پخواني ډیپلوماتان او د حقوقي او سیاسي مسایلو کارپوهان دې چارې ته د طالبانو پر حکومت د پاکستان د اغېز نوم ورکوي. هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي.

دوی په افغانستان کې د پاکستاني سفیر خپل‌سرو کړنو، د پاکستاني چارواکو تګ راتګ او پاکستان ته د طالبانو د اوسني حکومت د سرپرستو وزیرانو سفرونه د دې اغېز بېلګې بولي.

پاکستان کې پخوانی مرستیال سفیر زردشت شمس وايي، د طالبانو حکومت افغانستان کې د پاکستاني سفیر پر کړنو او د چارواکو پر سفرونو ډیپلوماتیک تشریفاتي اصول نه‌دي عملي کړي.

پاکستان کې مخکېنی مرستیال سفیر زردشت شمس
پاکستان کې مخکېنی مرستیال سفیر زردشت شمس

َښاغلی شمس زیاتوي: "د بېلګې په توګه، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې کابل ته د ای‌اېس‌ای د مشر راتګ. هغوی د دې سفر له لارې نړۍ ته وښوده چې پاکستان اوس د افغانستان په چارو کې برلاسی دی، په ځانګړي ډول هند ته‌یې دا پیغام ورکړ. که له یوې خوا دا کار د طالبانو د رژیم سپکاوی و، له بلې خوا دوی د افغانستان خاوره د نورو پر ضد د سیاسي او تبلیغاتي جګړې لپاره وکاروله."

پاکستان کې پخوانی مرستیال سفیر زیاتوي، افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف سفر بله بېلګه وه چې ویې‌ښوده، پاکستان د افغانستان په ټولو ادارو کې خلاص مټ لري.

که څه هم د معید یوسف د سفر هدف پر امنیتي مسایلو خبرې بلل شوې وې، خو هغه ان د افغانستان د روغتیا، سوداګرۍ او مخابراتو وزارتونو ته ولاړ او هلته‌یې له طالب چارواکو سره وکتل، هغه څه چې د هغې له دندې او واکونو سره‌یې هېڅ اړیکه نه‌درلوده.

کابل کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف، سفیر منصور احمد خان او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق
کابل کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف، سفیر منصور احمد خان او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق

د دې ترڅنګ دوه اوونۍ وړاندې کابل ته پاکستاني سناتور طلحه محمود سفر وکړ. که څه هم طالبانو په ځلونو ویلي چې افغان خاوره به له دې وروسته د بل کوم هېواد پر ضد نه‌کارېږي، خو ده هم د افغانستان له ځمکې د کشمیر د ستونزو یادونه وکړه، هغه چې هندوستان پرې پاکستان سره ټکر کې دی.

هغه وویل: "اوس‌مهال که موږ وګورو، موږ ته یو شمېر مسایل په ځینو سیمو کې په نظر راځي. موږ عراق کې ستونزې ګورو، موږ سوریې کې ستونزې ګورو، موږ فلسطین کې ستونزې ګورو. موږ روهینګیا کې ستونزې ګورو او موږ کشمیر کې ستونزې ګورو."

خو د دې ټولو ورهاخوا هغه چې سختې نیوکې په ځان پسې لري، په افغانستان کې د پاکستاني سفیر منصور احمد خان مأموریت او فعالیت دی.

د سیاسي او حقوقي مسایلو یو شمېر کارپوهان وايي، پاکستانی سفیر دومره خپل‌سری پرېښودل شوی چې د افغانستان دولتي ادارو ته له تګ راتګ سربېره، په افغانستان کې دننه د نورو هېوادونو، د بهرنیو مؤسسو او خپلواکو بنسټونو له استازو سره د افغانستان د مسایلو په اړه د پاکستان په سفارت کې خبرې او بحثونه کوي.

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان

حقوق‌پوه او د سیاسي چارو شنونکی خالد سادات د پاکستاني سفیر کړنې د افغانستان په چارو کې د لاس‌وهنې په معنی بولي.

ښاغلی سادات وايي: "د افغانستان حقوقي شخصیت له‌منځه تللی او اوس‌مهال د افغانستان حقوقي شخصیت په نړیواله کچه په یوه خلا کې قرار لري. تر هغه چې افغانستان د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو سره رسمي ډیپلوماتيکې اړیکې پیدا نه‌کړي، د پاکستاني سفیر کړنې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ده او په هېڅ صورت د توجیه وړ نه‌ده."

افغانستان کې پاکستانی سفیر تر ډېره په دولتي غونډو کې هم لیدل کېږي. د بېلګې په توګه د ملي پولیسو له اکاډمۍ د افسرانو په فراغت غونډه کې هغه مهال ولیدل شو، کله چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د هغې له مخې تېرېده او پاکستانی سفیر ورته له خپلې چوکۍ پورته شو.

د ملي پولیسو له اکاډمۍ د افسرانو په فراغت غونډه کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني
د ملي پولیسو له اکاډمۍ د افسرانو په فراغت غونډه کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني

وروستیو کې د پاکستان سفیر په جلال‌اباد کې د قیمتي ډبرو د پروسس یوې فابریکې ته هم تللی او هلته‌یې له افغان سوداګرو سره هم کتلي و، خو ایا افغان ډیپلوماتانو په پاکستان کې د دومره فعالیت اجازه درلوده؟

پاکستان کې د افغانستان پخوانی مرستیال سفیر زردشت شمس وايي: "کله به چې افغان سفیر له اسلام‌اباد دباندې، کوټې، کراچۍ او یا هم پېښور ته سفر درلود، دوی مکلف و چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه اجازه‌نامه واخلي چې پر دې سفر خو کوم اعتراض نه‌لري. اوس چې موږ ګورو پر پاکستاني سفیر داسې کوم مکلفیت نه‌شته. دوی کله په یوه ښار کې وي او کله په بل. ان په داخل کې پر ادارو ګرځي."

له سیاسیونو او ځینو مخکېنیو چارواکو سره د پاکستاني سفیر منصور احمدخان لیدنه خو معمولي چاره ده او نږدې هره ورځ له یوه افغان سیاسیون او یا هم پخواني چارواکي سره ګوري، داسې مهال چې د ډیپلوماتیکو اصولو له مخې، د دې لیدنو اجازه باید د بهرنیو چارو له وزارت واخیستل شي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا نه‌مني چې ګنې پاکستان په افغانستان کې خلاص مټ لري او پاکستان دې پر دوی ډېر اغېز ولري.

ښاغلی مجاهد په افغانستان کې د پاکستاني سفیر هر اړخیزو کړنو ته د همکاریو د دوام نوم ورکوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

ښاغلي مجاهد وویل: "افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د هېوادونو مرستو ته اړتیا لري، نو بناً د هغو هېوادونو استازي چې دلته وي، لیده کاته کوي او د اړتیا پر بنسټ د اړیکو د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي، دا کومه د عیب خبره نه‌ده."

وروستیو کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پاکستان ته د ورور هېواد خطاب هم وکړ، خو کله چې ترې ازادي راډیو وپوښتل، داسې مهال چې پاکستان پر افغان خاوره توغندیز بریدونه کوي، افغانان له کورونو بې‌کوره کوي او ان په دې حملو کې ملکيان وژل کېږي، ایا دا د یوه ورور هېواد صفت دی؟

ښاغلي مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، د شخړو له لارې ستونزې نه‌حلېږي.

پاکستان ته د طالبانو د حکومت د لوړو پوړو چارواکو سفرونه بل بحث دی چې نیوکې یې راپورته کړي.

وروستیو میاشتو کې د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد او د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني پاکستان ته ولاړل او هلته‌یې ان حقانيه مدرسه کې ویناوې وکړې.

دا سفرونه اوږده هم و او ان درې اوونۍ وخت‌یې ونیوه، خو د طالبانو حکومت‌یې هدف د اړیکو پراختیا او د مرستو دوام وباله.

ارشیف، پر افغانستان له بیا واکمنېدو مخکې پاکستان ته د یو شمېر طالب چارواکو سفر
ارشیف، پر افغانستان له بیا واکمنېدو مخکې پاکستان ته د یو شمېر طالب چارواکو سفر

وړاندې له دې چې طالبان د دوهم ځل لپاره پر افغان خاوره واکمن شي، مخکېنیو لوړ پوړو چارواکو ادعا کوله چې له دې ډلې پاکستان ملاتړ کوي.

خو سره له دې چې طالبانو تل دا تور رد کړی، مګر د دوی پخوانی مشر ملا منصور د پاکستان په بلوچستان کې هغه مهال چې له ایران راستنېده، د امریکايي ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ترڅنګ‌یې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن چې له طالبانو سره په نږدې اړیکو او همکارۍ تورن و، اسلام‌اباد ته نږدې په ابټ‌اباد کې ووژل شو.

د دې ټولو ترڅنګ د مخکېني حکومت جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپلې واکمنۍ پر مهال له طالبانو دا غوښتنه هم کړې وه چې له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي، هغه وضاحت چې تر اوسه نه‌دی ورکړل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG