د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

کابل ته د 'ای.اېس.ای' د مشر جنرال حمید په مشرۍ د پلاوي راتګ پوښتنې زېږولي


د 'ای.اېس.ای' مشر جنرال فيض حمید
د 'ای.اېس.ای' مشر جنرال فيض حمید

د پاکستان د استخباراتي ادارې 'ای.اېس.ای' مشر جنرال فيض حمید نن (د سېپټمبر پر څلورمه) کابل ته راغلی.

نوموړي د کابل په سيرينا هوټل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وويل چې هلته د پاکستان له سفير منصور احمد خان سره د ليدو لپاره ورغلی دی.

د مشال راډیو یو خبریال چې په کابل کې د جنرال حمید سره د خبریالانو په دې لنډ سوال ځواب کې موجود و وايي، کله چې له نوموړي پوښتنه وشوه چې ايا هغه به له طالب چارواکو سره ليده کاته کوي، نو جنرال حميد په ځواب کې وويل چې د پاکستان سفير چې له ده سره یوځای په سیرنا هوټل کې موجود و به له طالب چارواکو سره خبرې کوي.

د پاکستان د 'ای.اېس.ای' مشر په سیرینا هوټل کې د خبریالانو سره په دې لنډو خبرو کې همدارنګه وویل چې پاکستان غواړي، په افغانستان کې د ثبات او یو ټولشموله حکومت جوړولو لپاره کار وکړي.

په کابل کې د مشال راډيو خبريال وايي چې کله جنرال فيض حميد د کابل سيرينا هوټل ته ورغلی و نو د قطر په شمول د ځېنو نورو عرب هېوادونو استازي هم هلته موجود وو.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ومنله چې یو پاکستاني پلاوی کابل ته رسیدلی دی.

دی وايي: "هو کابل ته د پاکستان یو پلاوی راغلی دی. غوښتنه هم د هغوی وه چې یو ځل راځي. له سیاسي دفتره یې بیا بیا غوښتنه کړې وه، غوښتنه یې منل شوې او دوی کابل ته را رسیدلي دي، موضوعات یې هم ښودل شوي چې پاکستان به د هوايي ډګرونو په باره کې د همکارۍ ژمنه کوي چې دوی څه مرسته کولی شي، ځکه زموږ هوايي ډګرونه الوتنو ته نه دي جوړ، په دې برخه کې یې د همکارۍ چمتوالی ښودلی دی."

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې پاکستاني پلاوی به همدارنګه په دوو-دوو بندرونو چمن او تورخم کې چې په وروستیو کې کومه ګڼه ګوڼه جوړه شوې او یا هلته خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، د هغې مسالې د حل او په دې برخه کې د وضاحت په اړه به هم څه ویل ولري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ومنله چې یو پاکستاني پلاوی کابل ته رسیدلی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ومنله چې یو پاکستاني پلاوی کابل ته رسیدلی دی.

مجاهد همدارنګه اسلام اباد ته د یو شمېر افغان سیاسي مشرانو د سفر یادونه هم وکړه چې کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره هم مهاله دغه هېواد ته ورغلي و او ویې ویل چې پاکستاني پلاوي ښايي د دې افغان سیاستوالو ځینې خبرې هم هم له ځان سره راوړي وي.

هغه وویل چې تر اوسه پورې د پاکستاني پلاوي او طالب مشرانو ترمنځ غونډې او لیده کاته نه دي شوي او وروسته به په دې اړه نور جزییات څرګند شي.

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته له هغې شل ورځې وروسته سفر کوي چې دا ښار د طالبانو لاس ته ولوېده.

پر کابل د محمد اشرف غني په مشرۍ پخواني واکمن حکومت تر پای پورې پاکستان په ځانګړي توګه د پاکستان استخباراتي ادارې د طالبانو په ملاتړ او هغوی ته د خوندي پټنځایونو په برابرولو تورنولې.

هم پاکستان او هم طالبانو دا تورونه پرلپسې رد کړي دي، خو په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسانو کابل ته د طالبانو له خوا د یو حکومت تر اعلان مخکې د پاکستان د 'ای.اېس.ای' د مشر دا سفر د پوښتنې وړ بللی دی.

XS
SM
MD
LG