د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

کابل ته د شاه محمود قریشي سفر؛ هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر مسايلو خبرې دي


کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او ورسره مل پلاوي سفر
کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او ورسره مل پلاوي سفر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته تللی دی او هلته‌يې د طالبانو له مشرانو سره لیدلي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بشپړې ولکې وروسته دا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي لومړنی یو ناڅاپي سفر دی.

ښاغلی قریشي د قطر د بهرنیو چارو د وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر عبدالعزیز کاملوف له سفرونو وروسته کابل ته سفر کوي.

خو د طالبانو حکومت لا د نړۍ هېڅ حکومت ان پاکستان چې د طالبانو نږدې ملګری بلل کېږي په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي شاه محمود قریشي او ورسره مل پلاوي په ارګ کې د طالبانو له رئیس‌الوزرا سره لیدلي دي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې په دې لیدنه کې د خلکو او دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او د سوداګرۍ په پراختیا خبرې شوې دي.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي هم ازادي راډيو ته د ښاغلي قریشي سفر تأييد کړ او ويې‌ویل چې په دې سفر کې به د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ودې او پراختیا ترڅنګ په تورخم او سپین بولدک کې د خلکو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر ستونزو هم خبرې وشي.

ښاغلی کريمي زياتوي: "د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی او دلته به د اسلامي امارت له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ په سپین بولدک او تورخم کې د افغانانو د تګ راتګ د ستونزو په هوارولو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په وړاندې د خنډونو په لیرې کېدو، دا شان به په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو او بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي."

دی وايي هیله شته د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې دا سفر ګټور تمام شي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و چې شاه محمود قریشي به له طالب مشرانو سره د سیمې د سولې او ثبات په اړه د پاکستان په دریځ هم خبرې وکړي.

دا افغانستان ته د پاکستان دوهم لوړپوړی چارواکی دی چې سفر کوي، له دې وړاندې په تېر سپټمبر کې د دې هېواد د پوځي استخباراتو د مشر جنرال فیض حمید سفر په افغانستان کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی وو.

په تازه سفر کې له ښاغلي قریشي سره د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال فیض حمید هم ملګرتیا کوي.

XS
SM
MD
LG